رویترز د پاکستاني چارواکو له قوله لیکلي چې ممکن د طالبانو استازي پاکستان کې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان سره اسلام اباد کې وګوري.
پاکستاني چارواکو ویلي، د دوی لیدنه تر اوسه ډاګییزه شوې نه ده خو ډېر امکان شته چې دوی د دوشنبې په ورځ یو له بل سره وګوري.
طالبانو ویلي، د سعودي شهزاده سره لیدنه په پلان کې نشته خو کله چې اسلام اباد ته ولاړ شي نو پرېکړه به پرې وکړي.