ارزګان کې یو طالب له خپل پلار سر پرې کړی.
د ارزګان پولیس وایي، په مرکز ترینکوټ کې یو طالب له خپله پلار څخه ځکه سر غوڅ کړی چې د طالبانو سر سخت مخالف و.
د ارزګان امنیه قومندانۍ د لومړي کنډک قومندان زین الله وایي، دغه
۹۲ کلن سپین ږیری صوفي سلام نومیده چې طالب زوی یې د خپلو نورو ملګرو په مرسته ترې سر غوڅ کړی دی.
زین الله وایي، دا پېښه هغه مهال شوې چې د صوفي سلام د ماښام له لمانځه وروسته کور ته راستون شوی و.