طالبانو د سولې خبرو اترو لپاره په رسمي ډول له خپل لوري څوارلس کسیز پلاوی اعلان کړ.
د طالبانو له لوري شمشاد ته په رالیږل شوې اعلامیه کې ددغه څوارلس کسیز ګروپ په سر کې بیا هم د شیر عباس ستانکزي نوم راغلی دی.
اعلامیه کې راغلي چې دغه پلاوی د ملا هبت الله په لارښوونه او د طالبانو تحریک د سیاسي مرستیال ملا برادر له خوا ټاکل شوی دی.
د طالبانو اعلامیه کې یواځې دومره ویل شوي چې دغه څوارلس کسیز ټیم به له امریکایانو سره د خبرو اترو روان بهیر پرمخ بیايي او د ورکړل شوي صلاحیت له مخې به خپلې چارې تنظیم وي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ ولسمشر محمد اشرف غني طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د مشورتې جرګې د جوړیدو وړاندیز وکړ خو د طالبانو په تازه اعلامیه کې بیا هم له افغان حکومتسره د خبرو اترو یادونه نه ده شوې.
انس حقاني چې د طالبانو په مرکچي ټیم کې هم شامل دی، لا هم د افغان حکومت په بند کې دی.
طالبانو له افغان حکومت غوښتي چې انس حقاني دې خوشې کړي څو د سولې خبرو کې ونډه واخلي.
خو ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، د انس حقاني د خوشې کېدو په تړاو هېڅ ډول پرېکړه نه ده شوې او حقاني اوس هم په زندان کې دی.
ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې قانون به پر مجرمینو پلې کوي.