ټاکنو کمیسیون ۸۰ وکیلانو ته د وکالت باور لیکونه ورکړل.
د پارلمان د راتلونکې اولسمې دورې پيل به د نویو وکیلانو په راتګ وي.
ټاکنو کمېسیون د همدې لړۍ د بشپړولو لپاره نن د اتلس ولایتونو اتیا وکیلانو ته د وکالت باور لیکونه ورکړل او په رسمی ډول یې د وکیلانو خطاب ورته وکړ.
ټاکنو کمېسیون پر دوی د نیوکو په ځواب کې جدي دی او وايي که پارلماني ټاکنې یې نه وای ترسره کړې د بحران او جنګونو امکان وو.
کمېسیون د حکومت نورو ادارو ته هم اشاره وکړه چې په کارونو کې پآتې دي، خو خلک او حکومت یوازې له دوی د اروپايي ادارې په څېر کار غواړي.
په پلان کې ده چې د نورو ولایتونو پایلې ژر اعلان شي او د حوت میاشتې له ۱۵مې نېټې مخکې ټولو ته باور لیکونه ورکړي، چې د پارلمان د رخصتۍ له ختمېدو سره سم نوي کسان پارلمان ته لاړ شي.
په ټاکنو د څار بنسټونه د ټاکنیزو کمېسیونونو د اعتبارنامو ورکړه په دې ډول غیرې قانوني بولي.
ټاکنو کمېسیون تر اوسه د ۱۸ ولایتونو د پارلماني ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې او د ۱۵ نورو لا هم له شکایتونو کمېسیون سره دي چې تر دوه اونیو به یې ټاکنو کمېسیون ته ورکړي.