افغان ځانګړو ځواکونو په کندز کې د طالبانو یو زندان مات کړی دی.
افغان ځانګړو ځواکونو د کندز چهاردرې ولسوالۍ کې د طالبانو زندان مات کړی دی.
دفاع وزارت وايي، د طالبانو له دې زندان یې پنځه کسان راخوشي کړي دي.
دا چې خوشي شوي کسان ملکي او که دولتي دي دفاع وزارت ویلي ، په اړه به یې وروسته مالومات خپاره شي.
سرچېنې لیکلي دا زندان تیره شپه د کندز چهاردرې ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې مات شوی دی.
دفاع وزارت وايي، عملیاتو کې یې څلور شکمن کسان نیولي او د طالبانو یو شمیر وسلې او مهمات یې هم له منځه وړي دي.