په دفاع وزارت کې فساد د افغان سرتیرو د مرګ ژوبلې د زیاتیدو لامل شوی.
چارواکي وايي، په وزارت کې یې د محاسبې سیستم په رامنځته کولو تر څنګ په تفتیش برخې پام زیات کړی دی.
د دفاع وزارت مسولینو هغه لسګونه فارغ سرتېرو ته سندونه ورکړل چې د تفتیش په برخه کې یې زده کړې وکړې.
ټول نهه پنځوس تنه چې د تفتیش په برخه کې مسلکي زده کړې ورکړل شوي او له دې وروسته به په قطعاتو کې ناغیړي، فساد او ستونزې څيړي.
دفاع وزارت که د افغان سرتیرو مرګ ژوبلې زیاتوالي هم په فساد پورې تړي خو ټينګار یې تر ډيره د تفتیش برخې په پیاوړي کولو دی.
دې وزارت کې د محاسبې کمزورې برخه د دې لامل وه چې زیاتې قضيي یا نه برسیری کیدلې او یا د دې ظرفیت نه و چې رابرسیره شي.
د تفتیش په برخه کې دغه درویشتمه دوره وه ، چې نهه پنځوس تنه یې فارغ کړل.
مسولین وايي د تفتیش په وسیله یې ملیاردونه افغانۍ سپما کړې ده او دا پروسه تر کلک څار لاندې ده.