امریکا، د روسیې ولسمشر ته د سفر بلنه ورکړه.
د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار جان بولټن په فرانسه کې د دواړو هیوادونو د مشرانو ترمنځ د مذاکراتو د اجنډا په اړه هم خبرې وکړې.
امریکا پلان لري چې د ګورجستان د ۲۰۰۸ کال د جګړې پخاطر پر روسیې تازه بندیزونه ولګوي.
د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار د روسیې تر اغیز لاندې هیواد؛ ګورجستان ته تللی.
جان بولټن تر دوه ورځې وړاندې پورې پر روسیې د بندیزونو په تړاو؛ وضاحت نه و ورکړی خو اوس یې تازه بندیزونو ته پلمه وموندله.
بولټن وايي، پر روسیې به د ۲۰۰۸ کال د ګورجستان د جګړې له امله بندیزونه ولګوي.
د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار جان بولټن وویل، ((په حقیقت کې موږ پر روسیې د بندیزونو په تړاو خبرې کوو، دا بندیزونه به د ۲۰۰۸ کال د ابخزیا جګړې له امله وي. موږ د تازه بندیزونو په خاطر یو شمیر نور دلایل هم لرو. د دې ترڅنګ به د امریکا او روسیې ولسمشرانو ترمنځ د ګورجستان په اړه هم خبرې وشي.))
بولټن زیاته کړه چې ټرمپ او پوتین به د راتلونکې نومبر میاشتې په ۱۱مه نیټه په فرانسه کې سره وګوري.
هغه له روسي ولسمشر پوتین څخه غوښتنه وکړه چې واشنګټن ته ورشي.
جان بولټن وویل، ((موږ ولسمشر ولادیمیر پوتین واشنګټن ته راغوښتی، خو موږ یې د ټاکلي وخت او نېټې په اړه نه پوهیږو او نه مو تعیین کړی. موږ د روسیې او خپلې کابینې له وزیرانو سره په دې تړاو بحث کړی دی.))
بولټن وايي، پر روسیې د تازه بندیزونو موضوع لا وروستۍ شوې نه ده خو د دغو بندیزونو لپاره یو شمیر لاملونه موندل شوي دي.
روسیې تر اوسه واشنګټن ته د پوتین د بلنې او د امریکا له لوري پر دغه هیواد د بندیزونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.