د ټاکنو امنیت لپاره ۵۴ زره امنیتي سرتېري ګمارل شوي
که څه هم طالبانو د ولسي جرګې د ټاکنو د ګډوډولو ګواښ کړی، خو کورنیو چارو وزارت د ټاکنو د امنیت خوندیتوب په موخه ۵۴ زره امنیتي ځواکونه ګمارلي دي.
کورنیو چارو وزارت د ولسي جرګې د ټاکنو ګډوډولو لپاره د طالبانو ګواښ بې ځایه بللی او ژمنه کړې چې امنیتي ځواکونه به په ټول توان د ټاکنو امنیت ساتي.
دغه وزارت وایی، د اړتیا په صورت کې به له هوایي ځواکونو هم کار واخلي.
د طالبانو له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه ټاکنې امریکایي دسیسه ده او دوی به یې د ګډوډولو لپاره له هېڅ راز هڅې دریغ ونه کړي.