امریکا د لادرکه شوي عرب ژورنالیست په اړه اندیښنه ښودلې.
ډونالډ ټرمپ وايي، هیله من دی چې جمال خاشقجي ژر پیدا شي او د هغه په تړاو ټول بد ریپوټونه ناسم ثابت شي.
سعودي خبریال جمال خاشقجي له تیرې اونۍ راهیسې په ترکیه کې ورک دی چې ځینو رسنیو یې د مرګ خبر هم ورکړی دی.
ځينې راپورونه وايي، هغه په استانبول کې د هوټل په خونه کې په مرموز ډول وژل شوی دی.
ترکي چارواکو تر اوسه د دغه عرب خبریال د مرګ د خبر پخلی نه دی کړی خو له سعودي یې غوښتي چې د پیښې په تړاو وضاحت ورکړي.
جمال خاشقجي د سعودي د شهزاده او ولیعهد محمد بن سلمان ضد راپورونه او لیکنې کولې.