افغانستان کې د چاودنو له امله د ملکي وګړو مرګ ژوبله ۲۱ سلنه زیاته شوې
په افغانستان کې د چاودنو له امله د ملکي وګړو مرګ ژوبله د تېر ۲۰۱۷ م کال په پرتله یوویشت سلنه لوړه شوې.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما په خپل تازه راپور کې ویلي، د ۲۰۱۸ م په نهو میاشتو کې د ځانمرګو بریدونو او په ملکي ځایونو کې له جګړې پاتې شویو چاودېدونکو توکو له درې نیم زرو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.
د یوناما راپور له مخې، (( د ځانمرګو او ناچاوده توکو له امله د ملکي وګړو مرګ ژوبله په زیاتېدو ده. پر ملکي وګړو د دولت ضد وسله والو بریدونه زیات شوي. د ۲۰۱۸ م له جنوري میاشتې څخه د سپټمبر تر دېرشمې نېټې زموږ موندنې ښکاره کوي چې د ځانمرګو او چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله “۱۰۶۵ کسان وژل شوي او ۲۵۶۹ نور ټپیان شوي دي، په دغه شمېر کې ۷۲ ښځې وژل شوي او ۱۷۵ نورې ټپیانې شوې دي. همداراز ۱۵۵ ماشومان وژل شوي او ۴۵۳ نور ټپیان شوي دي. د ناچاوده توکو له امله د ماشومانو او ښځو مرګ ژوبله په بې سارې ډول زیاته شوې ده.))
د یوناما لخوا په یوه اعلامیه کې تدامیچي یاماموتو په جګړه کې پر ټولو ښکېلو خواوو غږ کړی چې په ملکي ځایونو کې دې نور چاودېدونکي توکي نه پرېږدي.
راپور کې ویل شوي، دغو ناچاودو توکو د ښځو، ماشومانو، پوهنتون زده کوونکو، ډاکترانو، د کرکټ لوبغاړو، جوماتونو او روزنیز ځایونو کې له خلکو ژوند اخیستی.
ملګرو ملتونو د ملکي وګړو وژل جنګي جنایت بللی او ټینګار یې کړی چې دغه جنایت د زغم وړ نه دی.