د وردګو پر سید آباد ولسوالۍ د طالبانو په برید کې د ولسوالۍ د امنیه قوماندان په ګډون لس پولیس وژل شوي دي.
د وردګو والي ویاند عبدالرحمن منګل ویلي، طالبانو د شنبې شپه د سید اباد د پولیسو د قوماندان تر وژنې وروسته په سیمه کې د خلکو ځینې کورونو ته اور ورته کړی او همداراز یې هلته د ځینو سیمو برېښنا هم پرې کړې ده.
منګل ویلي، طالبانو په سیمه کې نوې جوړې شوې پوستې هم ورانې کړي دي.
له دې سره سرچینو ویلي چې د طالبانو برید په شا تمبول شوی دی.