سږ کال ټول هغه ښوونکي، چې لسانس او یا له هغه لوړې زده کړې لري په میاشتني معاشونو کې دوه زره افغانۍ زیاتې شوې.
د پوهنې وزارت وایي، د ښوونکو ترفیع به د دوی د کاري ژوند تر وروستیو کلونو دومداره اوسي او دغه راز د منطقوي معاشونو د تطبیق پر پروسه هم کار روان دی او ټول هغه ښوونکي، چې د دې پروګرام تر پوښښ لاندې دي، له ګټو به یې برخمن شي.
د ښوونکو لپاره د مسکن او سرپناه د برابرولو په برخه کې پوهنې وزارت تر دې مهاله بریالی شوی چې په ۲۸ ولایتونو کې ۹۸ ښارګوټي رامنځ ته او په ټولیز ډول څه د پاسه نوي زره د استوګنې نمرې پر ښوونکو ووېشي.
پوهنې وزارت وایي، ۴۹۸۴ جریبه راګرځول شوې غصب شوې ځمکه د نقشې ویستلو او مهندسۍ لاندې ده، چې وروسته به پر ښوونکو ووېشل شي.