د ګارډین د وروستي راپور پر بنسټ د افغانستان په ۱۷ کلنه جګړه کې له ۲۱۷۰۰۰ زیات ملکیان وژل شوي دي.
په دغه راپور کې راغلي چې په دې موده کې له درې نیم زرو زیات بهرني سرتیري هم وژل شوي دي.
ګارډین زیاتوي چې د افغانستان جګړه د لومړۍ نړیوالې جګړې څلور برابره پیچلې ده.
په دغه راپور کې د فقر او وچکالۍ د کچې د زیاتیدو په اړه هم اندیښنه ښودل شوې ده.
اخوا په امریکا کې یوې تازه ټولپوښتنې ښودلې چې ډیری امریکايي وګړي په دې اند دي چې سپینې ماڼۍ افغان جګړه بایللې ده.