ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، سر ورکوم خو اوبه بې ځایه نه لګوم
ولسمشر د اوبو مدیریت اړین وبله او ویې ویل، په دې سره به د کرنیزو تولیداتو کچه لوړه شي.
د ولسمشر دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو ویلي، د ځمکې لاندې اوبه شپیته سلنه کمې شوي دي.
تر دې دمخه د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي و چې د اوبو حق ترلاسه کولو لپاره به خپل ټول امکانات وکاروي.
ولسمشر غني چې د کابل نړیوال کرنیز نندارتون پرانیستې مراسمو ته یې وینا کوله وویل، (( د افغانستان صادارت اوس تر بل هر کال نورو هېوادونو ته زیات شوي دي.))
ولسمشر وایي، افغانستان باید د حاصلاتو او صادراتو له کبله په ځان بسیا شي او د دې لپاره ځینې پلانونه عملي شوي او په نورو کار روان دی.
ولسمشر ټینګار کړی چې افغانستان کې باید تخصص زیات شي چې هره برخه کې پرمختګونه رامنځ ته شي چې د عواید د زیاتیدو سبب کیږي.
ولسمشر د میدان وردګو حاصلاتو ته په اشارې ویلي چې میدان وردګ باید د مڼو په پلازمېنه بدل شي.