افغانستان کې د روسیې او امریکا د ګټو د ټکر خطر شتون لري.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزي تیره ورځ د افغانستان د حقوقي او سیاسي مطالعاتو مرکز کې ویلي، ښایي د اوکراین هېواد په څېر په افغان خاوره کې هم دغه دوه هېوادونه سره ټکر وکړي.
کرزي ویلي، که دغه ټکر رسمي شي، نو افغانستان به له بد وضعیت سره مخ شي.
حکمت خلیل کرزي د افغان سولې په تړاو د چین او پاکستان پر اړیکو هم خبرې کړي دي.
د هغه په خبره افغانان له چین څخه دا غوښتنه نه شي کولی چې پر پاکستان فشار راوړي، ځکه په وینا یې دغه چاره په خپل وجود کې غیر قانوني ده.
دغه راز حکمت خلیل ویلي، د سولې برخه کې پر پاکستان ډیر باور نه شي کیدای او نه هم باید ډیرې تمې ورته وشي.