پاکستان ته د افغان دیني عالمانو ورغلي پلاوي له طالبانو سره د خبرو برخه کې له مولانا سمیع الحق مرسته غوښتې.
تیره ورځ افغان دیني عالمانو د پاکستان د جمعیت علماي اسلام له مشر مولانا سمیع الحق سره لیدلي او د سولې خبرو ته د طالبانو د چمتو کېدو په برخه کې یې له هغه څخه د مرستې غوښتنه کړې.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، سمیع الحق ویلي، په افغانستان کې د وینې تویدو مخنیوی او د یو با ثباته او خپلواک هېواد په توګه پاتې کېدل یې هیله ده.
خو په وینا یې د افغانستان مسله یوه نړیواله مسله ده او امریکا او ملګري یې نه غواړي چې افغانستان کې امن وي.
د پاکستاني علماوو له ډلې صاحب زاده رسنیو ته ویلي، دوی هم په افغانستان کې د سولې له روان بهیر په بشپړه ملاتړ کوي.