په افغانستان کې د امریکا ستراتيژي اغېزمنه ده.
اجراییه رییس عبدالله عبدالله ویلي، د افغانستان لپاره د امریکا ستراتيژي اغېزمنه ده او که دغه هوډ نه وی، نو هر څه به توپیر درلود.
عبدالله له بهرنیو رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د امریکا له ستراتيژۍ سره سم د افغان کوماڼدو ځواکونو شمېر دوه برابره شوی او افغان هوايي ځواک هم پیاوړی شوی.
عبدالله ویلي، په افغانستان کې ستونزې وخت نیسي، خو د امریکا ستراتيژۍ خپل رول ښه لوبولی دی.