Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ښوونکي ورځ او د ښوونکي ژوند!

shamshadnews by shamshadnews
2018/09/29

د ښوونکي ورځ او د ښوونکي ژوند/ سیما شاکر

کلونه ښوونکو ته ژمنې ورکړل شوې چې د ژوند اسانتیاوې او امتیازات به یې ډيريږي خو کلونه دا ژمنې د کاغذ پرمخ پاتې شوې او هیچا د ښوونکي په ژوند کې بهبود را نه وست چې د زده کوونکو لپاره لا ښه جوګه شي.

د ښونکو سترګې اوسني حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر محمد اشرف غني ته وې چې ګنې په دې برخه کې به جدي کار وکړي، ځکه محمد اشرف غني د ټاکنیزو سیالیو پرمهال ژمنه کړې وه چې ښوونکي ته به دومره امتیازه برابر کړي چې د ګمرک مامورین به ګمرک کې دنده نه کوي، بلکې د ښوونکي دنده به غواړي.
ولسمشر محمد اشرف غني د خپل حکومت په څلور کلنه موده کې هر کال د تعلیمي کال د پرانیستې او د ښوونکي د ورځې په مناسبت دا ژمنې تکرار کړې، خو هیڅ یوه یې عملي نه کړه.
ښوونکی اوس هم هغه پخوانی امتیاز لري، نه یې ښارګوټي کې د استوګنې ځای پیدا کړ، نه ورته ښارګوټی جوړ شو او نه هم ولایتونو کې د هغه فرمان په اساس ځمکې ورکړل شوې چې ولسمشر ورکړي دي.

ښوونکو ته خیالي ښارګوټي جوړ شول، د بنسټ ډبرې یې کيښودل شوې، خو تر ننه دغو ځمکو ته نه ښوونکی پريښودل کیږي او نه هم ښوونکو ته ډاډ شته چې له دې ځمکې به یوه برخه د کور جوړولو لپاره ورکول کیږي.
د ښوونکو د ښارګوټو او ښوونکو ته د ځمکو ورکولو په اړه د ولسمشر ټول حکمونه، فرمانونه او لارښوونې پر ځای پرتې دي او هیڅ یو یې نه دي عملي شوي، یا خو دا فرمانونه او حکمونه د ښوونکو د

تېرایستلو لپاره ورکړي او یا خبره داسې ده چې د ولسمشر فرمان انتن نه ورکوي او ولایتونو کې یې والیان لارښوونو ته هیڅ ارزښت نه ورکوي.
ولسمشر په ځینو برخو کې جدیت او احساساتو کار اخلي، خو دا احساسات یې بیا په خپلو کارونو کې پاتې راولي، ځینې ځمکې یا غصب شوي او یا قومي دي چې ولسمشر غواړي ښوونکو او یا نورو دولتي مامورینو ته یې د ویش امر کوي، خو په دې کار نه بریالی کیږي، ځکه ولسمشر بې وسه دی، په غاصبینو یې زور نه رسیږي او نه هم له هغو قومونو سره زور غږولی شي چې ځمکو باندې له دولت سره دعوه لري.

په دې سره هر کال له ښوونکو سره د ځمکو او نمرو ورکولو ژمنه کې ولسمشر پاتې راځي او هغه ښوونکي چې ولسمشر غني ته یې زیاته تمه وه چې ژوند به یې ورجوړ او امکانات به ورته زیات کړي، هیڅ یې هم و نه کړل.
له دې سره د ښوونکو معاشونو کې د زیاتوالي په اړه ولسمشر فرمان ورکړی، خو تر ننه د ښوونکو معاشونه نه دي لوړ شوي او نه هم نور امتیازات ورکړل شوي دي.
ښوونکی چې په خیټه موړ نه وي، څنګه کولای شي چې یو ښه زده کوونکی وروزي، ښوونکی په تمه دی او لا هم تمه لري چې ولسمشر به ورسره کړې ژمنې پوره کړي، خو داسې ښکاري چې ولسمشر په ډیرو برخو کې له خلکو سره ژمنې نه دي عملي کړي او دا ژمنه به همداسې پاتې وي.
ښوونکي خپله دنده کوله او کوي یې، خو دا چې حکومت ورسره په لویه کچه باندې ژمنه وکړي، او دا ژمنه پوره نه شي، نو ښکاره خبره ده چې د ښوونکي مورال کمزوری کیږي او هغه ډول زده کړې چې باید یو زده کوونکي ته یې ورکړي، بیا یې نه شي ورکولی.

داسې هم نه ده چې حکومت امکانات نه لري، هر څه لري، خو له ولسمشر شاوخوا کلونه داسې کسان راټول و چې او انحصار کړی یې و چې ولسمشر ته یې سمې مشورې نه ورکولې.
ولسمشر تر ننه انحصار دی او له ډير شیانو نه خبریږي، ممکن دا هم ورته ویل شوي چې پلازمېنه او ولایتونو کې ښوونکو ته ځمکې ورکړل شوي او امتیازات یې ډیر شوي دي، ځکه دلته کلونه په خیالي پروژې باندې خلک تېر ایستل شوي، په داسې حال کې اصل کې هیڅ نه وي موجود.

ښوونکی د رڼا لور ته خلک سوق کوي او له ښوونکو سره وعده خلافي تر ټولو بد سیاست دی چې هیڅکله به پټ پاتې نه شي او دا به په ډاګه شي چې ولسمشر د دې هېواد کوم قشر ته دوکه ورکوله او پایله یې څه شوه.

نن د ښوونکي ورځ ده، خو ښوونکي شته چې د زده کوونکي ډالیو ته سترګې دي او د هرې میاشتې اخر کې یې معاش مصرف کړی وي او د قرض په لټه کې ګرځي.
د ښوونکو ژوند جوړول غواړي چې د پوهنې کیفیت ورسره لوړ شي، خو د ملي یووالي په نوم حکومت دې برخې ته هیڅ پام نه دی کړی چې سلګونه زره زده کووني او ښوونکي یې زړه ماتې کړي دي.
سمونه
جان محمد مومند

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist