د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشاء پخوانی مشر په سیاسي چارو کې د ولسمشر غني سلاکار وټاکل شو.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا پخوانی مشر ضیا الحق امر خېل سیاسي چارو کې د ولسمشر محمد اشرف غني جګپوړی سلاکار وټاکل شو.
ارګ له لوري خپاره شوي فرمان کې راغلي چې ښاغلي امرخېل ته همدا پوست د یادې دندې لپاره جوړ شوی دی.
ضیاء الحق امرخېل تېره میاشت د ټاکنیزو شکایتونو اورېدو کمیسیون له خوا پارلماني ټاکنو کې له نوملړه ایستل شوی و.