د ایران ولسمشر حسن روحاني امریکا داسې حکومت یاد کړ چې خپله واکمني د زور په توګه کاروي.
د ملګرو ملتونو په وروستۍ غونډه کې چې د نیلسن منډیلا د سولې غونډې په نوم نومولی شوه ایران او امریکا یو بل ته ډير ګواښونه وکړل.
د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي داسې هیوادونه هم شته چې د خپلو شخصي ګټو لپاره نور وژني او له منځه یې وړي.
له دې سره ډونالډ ټرمپ ، ایران خپل لومړۍ شمیره دښمن وباله او و یې ویل له خپلو منابعو غلطه استفاده کوي.
د ایران ولسمشر حسن روحاني داسې وویل (( په خواشینۍ سره باید ووايم چې په نوې نړۍ کې هم داسې مشران شته چې فکر کوي د نژاد پرستۍ او افراطي نشنلیزم له لارې چې موږ ته د نازيانو دوره را یادوي، نور کمزوري کړي او پدې کار کې خپلې شخصي ګټې لټوي.))
حسن روحاني امریکا ته په اشارې سره وویل چې د خپلو ګټو لپاره نړیوال اصول تر پښو لاندې کوي.
هغه خبر داری ورکړ چې امریکا دې دا تصور پریږدي چې په دغو کارونو سره به خپلو موخو ته ورسیږي.
حسن روحاني زیاته کړه (( باید دا خیال له خپلو سرونو وباسو چې کولای شو د نورو سولې او امنیت ته په زیان رسولو سره ځان ته امنه ټولنه جوړه کړو. موږ ته باید دا فکر هم پیدا نشي چې نورو ته د ساختګي نا امنۍ په پیدا کولو سره له هغوی باج واخلو.))
اخوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په غونډه کې د ایران پر حکومت مخامخ نیوکه وکړه، هغه یې خپل دښمن یاد کړ او زیاته یې کړه چې د ګاونډیو هیوادونو حاکمیت ته درناوی نه لري.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ زیاته کړه (( د ایران مشران بربادۍ او ویجاړۍ ته لار هواروي، هغوی خپلو ګاونډیو او سرحدونو ته هیڅ ډول درناوی نه لري. هغوی د خپل ځان د بډایه کولو لپاره خپلې طبیعي سرچینې له منځه یوړلې.))
اخوا ایران ادعا کوي چې د امریکا دریځ د دوی پر وړاندې له پیله غلط و او د همدغې دریځ له امله یې کړنې له ماتې سره مخ دي.