د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، طالبان به د سولې خبرو ته وهڅوو.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي وایي طالبان د افغانستان حکومت سره د سولې خبرو ته راکاږي.
قریشي واشنګټن کې د خبرو په مهال ویلي، له امریکا سره د دوستانه اړیکو غوښتونکی دی او دوی به د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې له امریکا سره همکاري وکړي.
قریشي په افغانستان کې سوله د پاکستان په ګټه یاده کړې او زیاته یې کړه چې د پاکستان نوی حکومت به په افغانستان او سیمه کې د ټیکاو او امنیت ټینګښټ په برخه کې زیاتې هڅې وکړي.