• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

فیفا: د ټاکنو کمېسیون خلک تېرباسي

admin by admin
2018/09/23

ټاکنو کمیسیون ډاډه دی چې ټاکنې په ټاکلې نېټه او بایومتریک سیستم ترسره کوي.

د بایومتریک په واسطه د ټاکنو ترسره کېدو په تړاو نیوکې دي چې عملي نه ده او په کم وخت کې ترې کار نه شي اخیستل کېدی.

په ټاکنو د څار بنسټونه باور لري چې کمېسیون د عامه ذهنیت تېرایستلو لپاره د بایومتریک موضوع راپورته کړې خو له تخنیکي پلوه نیمګړې ده.

ټاکنو کمېسیون بیا ټینګار کوي چې بایومتریک باوري او د عمل وړ سیستم دی چې د میزان په اته ویشتمه به ترې کار واخیستل شي.

ټاکنو کمېسیون اعلان کړی چې پارلماني ټاکنو کې به له بایومتریک سیستم نه کار اخلي، خو د همدې سیستم په تړاو اندېښنې دي چې عملي نه ، یو خیالي سیستم دی.

ټاکنو کمېسیون له جرمني کمپنۍ سره خبرې کړي چې یوه اوونۍ وروسته بایومتریک سیستم افغانستان ته را وراد کړي.

خو د بایومتریک په تړاو په ټاکنو د څار بنسټ (فیفا) مشر یوسف رشید منفي نظر لري چې په کم وخت کې د ګټې اخیستنې وړ نه دی.

په سر کې د سیاسي احزابو له غوښتنې سره سم ټاکنو کمېسیون له بایومتریک سیستم سره مخالفت ښودلی وو چې اوس یې وخت نه دی.

ټاکنو کمېسیون د ملي ایتلاف له لورې په ټاکنو کې د جعلي تذکرو له ښودلو وروسته هڅې چټکې کړي چې بلاخره له کمپنۍ سره په مشخصو شرایطو هوکړې ته ورسېدل.

ټاکنو کمېسیون د ټاکنو په ورځ د رای ورکولو۲۱ زره محلونو ته بایومتریک سیستم لېږدوي او د هر رای ورکوونکي د ګوتو نښې او عکس سیستم ته داخلېږي.

دې سیستم ته خوشبیني شته چې د تکرار او په جعلي تذکرو رای اچونې مخنیوی به وکړي.

ټاکنو کمېسیون له حکومت غوښتي چې د بایومتریک سیستم لپاره د بودیجې غم وکړي.

ټاکنو ته ۲۷ ورځې پاتې خو تر اوسه بایومتریک سیستم افغانستان ته نه دی وارد شوی او دغه سیستم دلته تجربه شوی هم نه دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هندو ورځپاڼه: هند له اسلامي امارت سره اړیکې پياوړې کوي
افغانستان

هندو ورځپاڼه: هند له اسلامي امارت سره اړیکې پياوړې کوي

مې 19, 2025
د متقي پر مشرۍ لوړپوړی پلاوی د تهران خبرو اترو فورم کې د ګډون په موخه ایران ته تللی
افغانستان

د متقي او عراقچي لیدنه؛ د افغان کډوالو پر تدریجي ستنولو هوکړه شوې

مې 19, 2025
ملا برادر کازان ته خپل سفر له لاسته راوړنو ډک بولي
افغانستان

ملا برادر کازان ته خپل سفر له لاسته راوړنو ډک بولي

مې 19, 2025
کندهار کې د توتانو مېله؛ یو شمېر کسانو ته د عاید سرچینه برابره شوې
افغانستان

کندهار کې د توتانو مېله؛ یو شمېر کسانو ته د عاید سرچینه برابره شوې

مې 18, 2025
هرات کې د ورېښمو چینجي روزلو صنعت کمرنګه شوی

وروستي خبرونه

هلمند کې ۷۶ سیمې د تاریخي آثارو په توګه ثبت شوې

هلمند کې ۷۶ سیمې د تاریخي آثارو په توګه ثبت شوې

مې 18, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist