د ټلیفونيټکس له درکه شپاړس ملیارده را ټولې شوې افغانۍ نادرکه دي.
ولسي جرګه هڅه کوي د مخابراتي اړیکو د لګښتونو ټکس په ماليې او مخابراتو وزارت بند کړي.
د ولسي جرګې ځينې غړي باور لري چې د خلکو له لګښتونو اخیستل کیدونکی ټکس اتیا سلنه غلا کیږي.
د مخابراتو سرپرست وزیر د ولسي جرګې له غړو سره په خبرو کې منلې چې د اړیکو له درکه اخیستل کیدونکی ټکس شفاف نه راټولیږي.
له ټولو سره پوښتنه ده چې د ټلیفوني لګښتونو له درکه ټکس یې چرته ځي او څومره په شفاف ډول بودجې کې جمع کیږي.
د موبایل لګښتونو له درکه د ټکس په پيسو کې د فساد له امله د مخابراتو یو وزیر له دندې لیرې او نوي نوماند وزیر موسی خان نصرت ولسي جرګې ته ویلي چې له دې درکه اخیستل کیدونکو پيسو کې پراخ فساد شته.
د ولسي جرګې د مخابراتو او موصلاتو کمېسیون وايي، تر اوسه د ټلیفوني تکس له درکه شااوخوا ۱۹ ملیارده افغانۍ راټولې شوي چې یوازې ۳ ملیارده مالومې او نورې نادرکه دي.
په دې غونډه کې د موصلاتو او مخابراتو کمېسیون هڅه دا وه چې لس سلنه وضع شوی ټکس د مخابراتو موصلاحاتو له قانون څخه لېري کړي خو د زیاتو وړاندیزو او ځینو نیوکو له امله یاده موضوع بلې ورځې ته وځنډېده.