د سعودي عربستان ښځې د موټر چلوونې په اړه د حکومت وروستۍ پرېکړه ستایي.
سعودي عربستان کې د ښځو تر څنګ نارینه وګړو هم دغه اقدام ستایلی او د ښځو لپاره د ورته نورو حقونو د ورکولو غوښتنه کوي
سعودي عربستان دوې ورځې وړاندې د لومړي ځل لپاره ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکړه.
سعودي عربستان کې د ښځینه فعالانو له خوا له ۲۵ کلونو هڅو وروسته د دغه هېواد حکومت ښځو ته د موټرچلوونې اجازه ورکړه. اوس مهال دغه هېواد کې ښځې د حکومت له دغې پریکړې ستاینه او د دغه حق د تر لاسه کولو په تړاو له الله مننه کوي.
سعودي کې د ښځو فعاله تمادور الیامي داسې وویل (( له اوږدې مودې راهیسې د موټر چلونې غوښتنې کېدلې. دغه کمپاین په ۱۹۹۰ کال کې د ۴۷ ښځو په مشرۍ پیل شو. خو اوس د الله شکر کوو، چې په دغو بریالیو اصلاحاتو سره موږ د هغو غوښتنو پایله ګورو.))
د سعودي د شورا غړې کوثر داسې وویل (( د ځینو ډلو لپاره اندېښنې شته خو دغه اندېښنې یواځې له هغه څه په اړه وېره ده، چې د دوی لپاره نوي وي. دا طبیعي ده، هغه څه چې د یوې ټولنې لپاره نوي وي. نو هر نوی کار له ځان سره ویرې او اندېښنې هم رامنځ ته کوي.))
سعودي کې نه یواځې د حکومت له دغه اقدام ښځې هرکلی کوي بلکې سړي هم موټر چلوونه د ښځو حق بولي او د ورته نورو حقونو د ورکولو غوښتونکي دي.
د سعودي یو وګړي داسې وویل (( که زما په کورنۍ کې هم دوی د موټر چلوونې غوښتنه وکړي نو دا دوی حق دی او موږ یې مخنیوی نشو کولای. موږ له ښځو غواړو، چې د هېواد په پرمختیا کې ونډه واخلي نو باید دوی ته لارې چارې برابرې کړو.))
سعودي عربستان هغه هېواد دی، چې اسلام له دې ځایه ظهور کړی او په نړۍ کې یواځنی هېواد دی، چې پکې پر ښځینه موټر چلوونکو بندیز لګېدلی و. د سعوي د حکومت له خوا ښځو ته ددغه حق په ورکولو سره اوس ښځینه فعالانو ته دا هیلې هم پیدا شوې، چې د نورو حقونو لپاره به یې خپلې مبارزې او هڅې هم مثبې پایلې ولري.