Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

۲۰۳ منصوري قول اردو: اسلامي اردو ته جلب و جذب په بې ساري ډول ډېر شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/24

په پکتیا کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو قوماندان ایوب خالد وایي، اسلامي اردو ته د سرتیرو جلب و جذب په بې ساري ډول ډېر شوی او د روزنې بهیر د لا چټکیدو هڅې روانې دي. 

خالد باور لري، که جلب و جدب په همدې ډول دوام وکړي، اسلامي اردو به نږدې راتلونکي کې بشپړه شي.

خالد زیاته کړه:« داسې ورځ او ساعت نه شته دی،جلب و جذب دې ونه لرو، لا کسان نه وي فارغ کړي ، چې نور د روزولو لپاره چمتو شي، جلب و جذب پر چټکۍ روان دی. زه باور لرم،چې ډېر ژر به اسلامي اردو بشپړه شي.» 

خالد وایي، ډیورنډ فرضي کرښې ته د فارغ شویو سرتېرو لیږل لومړیتوب دی او وروسته به هغو ولایتونو ته استول کېږي،چې اړتیا یې وي. 

خالد زیاته کړه:« تر دې وروسته به له ټولو لواګانو سرتیري راځي او دلته به قول اردو کې روزنه ګوري. سرحداتو د دوی لیږل مو لومړیتوب دی او وروسته به هغه ولایتونو ته لیږل کیږي ، چې اړتیا یې وي.» 

د اسلامي اردو د سرتیرو د زورنې دوره لنډه او یوه نیمه میاشت ده، خو سرتیري وایي،هڅه کوي،چې په کم وخت کې ډېره څه زده کړي. 

پکتیا کې د اسلامي اردو سرتیری وايي:«نظامي زده کړې مو په ښه ډول تر لاسه کړي او نور هم هڅه کوو ، د درنو او سپکو وسلو استعمال مو په ډیر ښه ډول زده کړی دی.»

پکتیا کې د اسلامي اردو بیا سرتیری وايي:«زده کړې یوه نیمه میاشت دي ، باید ډیره څه په کې زده شي او زده کړي مو هم دي ولسونو ته ډاډ ورکوي ، چې د سر په بیه به یې ساتنه کوو.» 

پر قول اردو سربیره څلورو لیواګانو کې هم د سرتیرو د روزنې بهیر روان دی ، خو چارواکي وایي،تر دې وروسته به ټول سرتیري قول اردو کې نظامي زده کړې تر لاسه کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist