Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

یو شمېر کابل ښاریانو له وسله والو طالبانو او افغان حکومت نه د سولې غوښتنه وکړه.

admin by admin
2021/07/11

په داسې حال کې چې د هېواد په شاوخوا پنځلس ولایتونو کې دافغان‌ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ سختې نښتې روانې دي، د کابل یو شمېر اوسېدونکي د سولې غوښتنې او جګړې بس لپاره راټول شوي او پر وسله‌والو طالبانو یې غږ وکړ چې سوله وکړي.

دوی په چاپ کړیو سټېکرونو کې (د خدای لپاره جګړه بس کړئ) غوښتنه کړې وه او په موټرونو او دیوالونو یې یاد سټېکرونه ونښلول.  راټول شويو کسانو پر نړیوالې ټولنې او د جګړې پر دواړو لوریو نیوکې وکړې چې د سولې لپاره یې صادقانه ګامونه نه دي اخیستي او تش شعارونه ورکوي.

د افغانستان د عالماوو سرتاسري شورا مشر عبدالقادر غوري وایي: « له ښکېلو غاړو او نړیوال سازمانونو غواړو تر څو نور دې د افغانانو وینه  نه تویوي او زموږ د خلکو غږ واوري او نور افغانان په قتل او قتال کې ونه ساتي.»

دوی وایي، د سولې غوښتنې دغه غږ به د هېواد ټولو ولایتونو ته ورسوي.

د غونډې ګډونوالو پر روانې جګړې اندېښنه څرګنده کړه او نیوکه یې وکړه چې ټول قربانیان یې عام وګړي دي او باید ښکېلې خواووې جګړه بس کړي.

د غونډې ویناوالو د ځوان نسل د راتلونکي په اړه هم اندېښنه وښوده.

کابل ښاریان پر داسې مهال د سولې او اوربند غوښتنه کوي چې په شاوخوا پنځلس ولایتونو کې سختې جګړې روانې دي، زرګونه کورنۍ له خپلو کورونو بېځایه شوي او خلکو ته ګڼ مالي زیانونه اوښتي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist