Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یو.اېن.ډي.پي: ۹۰ سنله افغان کورنیو ناوړه اقتصادي وضعيت تجربه کړی

یو.اېن.ډي.پي: ۹۰ سنله افغان کورنیو ناوړه اقتصادي وضعيت تجربه کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/15

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (یو.اېن.ډي.پي) په یوه راپور کې د تېر ۲۰۲۴ زېږدیز کال فعالیتونه رسنیز کړل.

د یاد پروګرام په راپور کې ویل شوې، په افغانستان کې له هرو څلورو کسانو درې هغه یې لاهم د ورځنیو اقتصادي اړتیاوو په برابرولو کې له ستونزو سره مخ دي او په تېر ۲۰۲۴ کال کې ۹۰ سلنه افغان کورنیو اقتصادي ستونزې تجربه کړې دي.

په دې راپور کې راغلي، په ۳۴ ولایتونو کې د یاد پروګرام له مخامخ حضور سربېره، له ۲۱۰ څخه زیاتو غیر دولتي ادارو سره د دې لپاره همکاري کړې چې په وسيله یې اړمنو افغانانو ته مرستې ورسېږي.

د راپور یوه برخه: « په ۲۰۲۴ زېږدیز کال یو.اېن.ډي.پي ۲ میلیونه افغانانو ته چې نږدې نیمه برخه یې مېرمنې وې، اساسي روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی برابر کړی؛ ۱.۳۷ میلیونو کسانو بیا کارېدونکې انرژۍ ته لاسرسی موندلی؛ له ۴۰۰ زرو زیات کسان له ټولنیزو زېربناوو برخه ‌من شوي او له ۱۶ زره زیاتو کسانو ته د کار لنډمهاله زمینه برابره شوې ده.»

همدا راز د دې راپور په یوه بله برخه کې راغلي، د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د سیمه ‌ییزو شبکو له لارې د سوداګرو مېرمنو او بزګرانو هر اړخیز ملاتړ کړی او زرګونه کسانو ته یې هر اړخیزې قانوني مشورې هم ورکړې دي.

د راپور یوه برخه: « د سیمه ‌ییزو شبکو له لارې له ۴ زره ۸۰۰ د زیاتو کوچنیو او منځنیو کاروباریانو ملاتړ شوی چې ۳ زره ۸۹ په کې د مېرمنو پر مشرۍ سوداګري ده. همدارنګه ۱۷.۷۱۷ هکټاره ځمکه بیا روغول شوې؛ له ۶ زره ۶۰۰ زیاتو بزګرانو ته د خوراکي توکو د تولید زیاتولو ملاتړ ورکړل شوی او زرګونو کسانو ته د قانوني مشورو، مدني پوهاوي او د ټولنې پر بنسټ د پرېکړو کولو زمینه برابره شوې.»

د اقتصاد وزارت ویاند حبیب الرحمان حبیب وايي: « دا چې هېواد مو له اوږدې جګړې راوتلی او اقتصادي بیارغونې پروګرامونو پلي کېدو ته اړتیا لري او له بلې خوا، افغانستان د طبیعي آفتونو او اقلیمي بدلون له اغېزو سره مخ هېواد دی، نړیوالې بشري مرستې کولی شي په بېړنیو حالاتو کې د ژوند ژغورنې، ټولنیز ثبات او اوږدمهاله پرمختګ لپاره ښې اغېزې ولري، خو اساسي حل لاره دا ده چې نړیواله ټولنه د محدودیتونو لرې کولو ترڅنګ له اقتصادي لومړیتونو سره سم، د پراختیايي مرستو له لارې خلکو ته د کار او اشتغال زمینه برابره کړي.»

د یاد پروګرام د راپور په یوه بله برخه کې دا هم ويل شوي چې په روان ۲۰۲۵ کال کې په پلان کې لري چې د ښځو پر مشرۍ کوچني کاروبارونه، مسلکي زده ‌کړې پراخې کړي او د اقلیمي بدلون پر وړاندې د زغم وړتیا په برخه کې پانګونه وکړي.

په ورته مهال سرپرست حکومت بیا په افغانستان کې د نړیوالو موسسو د فعالیتونو هرکلی کوي او غوښتنه لري چې یادې موسسې باید په هېواد کې له دوامداره کاري فرصتونو برابرولو سربېره، انکشافي پروژي عملي کړي؛ ترڅو د افغانستان اقتصادي پرمختګ ته زمینه برابره شي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وايي: « د افغانستان اسلامي امارت اقتصاد وزارت له هغو ټولو ملي او نړیوالو موسسو مننه کوي چې د افغانستان له خلکو سره همکاري کوي. زموږ غوښتنه دا ده چې دا موسسې باید خپل فعالیتونه د کار ایجادولو، اشتغال، انکشافي او پراختیايي پروژو پر پیلولو تمرکز کړي؛ ترڅو موږ وکولی شو په زیربنايي توګه د افغانستان له ودې سره مرسته وکړو.»

له دې سربېره د دې راپور په پای کې راغلي چې له خلکو اصولي چلن به یې د تېر په څېر د کار اصلي محور وي او له خپلو شریکانو او مرسته کوونکو د دوامداره ملاتړ له مننې سربېره د راتلونکي کال لپاره د افغانانو د لا ځواکمنتیا لپاره د لا زیاتو هڅو تمه لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist