Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یو.اېن.ډي.پي: که پر افغان ښځو بندیزونه لرې نه شي د بېوزلۍ کچه به لا پراخه شي

یو.اېن.ډي.پي: که پر افغان ښځو بندیزونه لرې نه شي د بېوزلۍ کچه به لا پراخه شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/04/20

د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې (یو.اېن.ډي.پي) د افغانستان په اړه خپل کلنۍ راپور خپور کړی دی، چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې د ۲۰۲۲ کال  تر ډیسمبر میاشتې پورې په کې اقتصادي او بشري وضعیت ارزول شوی دی او د ۲۰۲۳ کال لپاره په کې وړاندوینې شوي دي.

 په دې راپور کې ویل شوي،چې په اوس کې د افغانستان ۳۰  سلنه کورنۍ بشري مرستې ترلاسه کوي او  که د نړیوالې ټولنې مرستې نه وی، نو بشري وضعیت به په خورا بد حالت کې وی.

 په راپور کې د ښځه پر کار او زده کړو بندیز تر ټولو لویه اندېښنه یاده شوې او اټکل یې کړی دی،چې ښایي افغانستان سره د نړیوالو پر مرستو هم اغیز پریږدي.

د راپور یوه برخه:« که نړیوال مرستندویه بنسټونه او هېوادونه له افغانستان سره د ښځو پر کار او زده کړو د بندیز له امله خپلې مرستې ودروي،هېواد کې به بي وزلي لا پراخه شي، بې روزګاري به ډېره او د خلکو ورځنی عواید به راکم شي.»

راپور کې راغلي،چې اوس افغانان د ژوند ژغورلو او له اقتصادي او بشري ناورینه د وتلو لپاره داسې لارې چارې لټوي،چې په هغه کې د خوراکي توکو کمښت، د کور توکو او ځمکو پلورل، پر ماشومانو کار کول او نجونې په کم عمر کې ودول شامل دي.

 د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې په راپور کې ویل شوي، چې د دوی پر ښځینه کارکوونکو کاري بندیز د دوی کارونه نه بلکې د هغو اړمنو افغانانو ژوند ګواښي،چې پر بشري مرستو متکي دي.

په افغانستان کې د یو.اېن.ډي.پي مشر عبداله الدرداري وايي:« افغانستان کې ۷۰ سلنه خلک د بشري مرستو په اړه د ملګرو ملتونو ادارو لخوا خبریږي او دا چاره تر ډېره زموږ ښځینه کارکوونکې کوي،چې د کورونو دروازې ټکوي او له نږدې له ښځو سره خبرې کوي. که چېرته دوی کارونو ته لاړې نه شي،نو څوک به ښځو ته مرسته رسوي. نو د دې پریکړې اغیزې زموږ پر ښځینه کارکوونکو او زموږ پر کار نه بلکې افغانستان کې پر اړمنو ښځو دی.»

الدرداري هغه راپورونه رد کړل،چې ګني د ملګرو ملتونو پراخیتایي اداره له افغانستانه وځي.

هغه زیاته کړې:«د اوس لپاره زما هدایات دا دي،چې موږ پاتې کیږو او خپلې مرستې رسوو. له افغانستانه د تګ موضوع د ملګرو ملتونو یوه ټولییزه پریکړه ده،چې په لویه کچه به کیږي.»

د دې راپور د خپرولو په مراسمو کې ګڼو سفیرانو هم ګډون کړی وه.

کابل کې د جاپان سفیر تاکاشی اوکادا ویلي،چې نړیواله ټولنه لاهم له افغانستان سره مرستو ته لېواله ده، خو که د افغانستان حکومت پر خپلو پریکړو کې نرمښت رامنځته نه کړي،د هېواد اقتصادي وده به اغیزمنه شي.

اوکادا زیاتوي:«زه تاسو ته ډاډ درکوم،چې نړیواله ټولنه اوس هم له افغانستان سره مرستو ته تیاره ده،خو له بده مرغه د طالبانو پالیسۍ دا چاره ډېره ستونزمنه کوي، په ځانګړې توګه د ښځو پر کار او زده کړو بندیزونه. که چېرته طالبان خپلې دا پالیسۍ بدلې کړي، افغانستان کې د اقتصادي ودې سلنه ډېره لوړیږي.»

په دې کلني راپور کې اټکل شوی  دی،چې ښایي ۲۰۲۳ کال کې هم د ۲۰۲۲ کال په څېر د نړیوالو مرستو کچه ۳.۷ میلیارده ډالره وي او ښایي راتلونکو دوو کلونو کې د افغانستان ناخالصو عوایدو کچه کې زیاتوالی راشي.

۲۰۲۳ کال کې د افغانستان تخمین شوې وده په دې ډول ده.

د راپور یوه برخه:« د افغانستان صادراتو او کورنیو عوایدو کې زیاتوالی، د افغانیو ثبات او د انفلاسیون ټیټوالی. ۲۰۲۳ کال کې اټکل کیږي،چې د افغانستان کورنیو ناخالصو عوایدو کې به ۱.۳ سلنه زیاتوالی راځي،خو دا زیاتوالی د نفوس د زیاتوالي په پرتله کم دی.»

په دې کلني راپور کې دا هم ویل شوي،چې ۲۰۲۰ کال کې یوازې ۱۹ میلیونه بي وزله افغانان په افغانستان کې اوسېدل،خو ۲۰۲۲ کې د دې خلکو شمېر ۳۴ میلیونه ته پورته شوی دی. راپور کې دا هم ویل شوي،چې د موندنو له مخې،افغانستان کې ۹۲ سلنه کورنۍ پر بشري مرستو متکي دي او له اقتصادي ناورینه د وتلو لپاره هېڅ چاره نه لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist