Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یو.اېن.ډي.پي: افغانستان کې د ښځو کار ونډه ۶ سلنو ته ښکته شوې

یو.اېن.ډي.پي: افغانستان کې د ښځو کار ونډه ۶ سلنو ته ښکته شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/16

د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې(یو.اېن.ډي.پي) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، افغانستان کې ښځې اوس د خپل ژوند تر ټولو سخت پړاو کې دي.

راپور کې ویل شوې، واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو وروسته په حکومتي ادارو او خصوصي سکټور کې د ښځو کاري ونډه ۶ سلنو ته ټیټه شوې.

په راپور کې همدا راز راغلي، د ملګرو ملتونو پراختیايي داره به د افغان ښځو لاسنیوي ته ادامه ورکوي.

د راپور یوه برخه: « افغان ښځو په روانو حالاتو کې د سختیو تر ټولو دروند بار پر اوږه اخیستی؛ ځکه چې دوی له عامه ژوند، کار، خدماتو او له کوره بهر هر ډول فعالیت کولو په زیاتېدونکې بڼه له محدودیتونو سره مخ دي. واک ته د  طالبانو له رسېدو مخکې د ښځو د کار ونډه ۱۹ سلنه وه، خو دا شمېره په ۲۰۲۱ کال راټیټه شوه او له ۲۰۲۲ تر ۲۰۲۳ کلونو پورې ۶ سلنو ته ټیټه شوې ده.»

یادې ادارې همدا راز ویلي، تېر کال یې د ډیجټلي مهارتونو د پراختیا، سولري برېښنا نصبولو  او د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ تعلیمي پلیټفارمونو له لارې د شاوخوا ۸۰ زره افغان ښځو لاسنیوی کړی.

د راپور یوه برخه:« موږ په ۲۰۲۴زېږدیز کال د ډیجیټلي مهارتونو پراختیا، د سولري برېښنا چمتو کولو او د مالي سواد زده ‌کړو له لارې د افغان ښځو لاسنیوی کړی. همداراز د کوچني پورونو، د بانکي پورونو لپاره د تضمین پروګرامونو او د مصنوعي ځیرکتیا(اې.آی) پر بنسټ د تعلیمي پلیټفورمونو له لارې مو د شاوخوا۸۰ زره ښځو اقتصادي ځواک ته وده ورکړې ده.»

د اسلامي امارت سرپرست حکومت د ملګرو ملتونو دغو څرګندونو ته په غبرګون کې څه نه دي ويلي، خو د ښځو حقونو مدافعانې بیا په افغانستان کې د ښځو روان وضعیت او د سرپرست حکومت پالیسۍ د اندېښنې وړ بولي او زياتوي چې دا ډول هڅې له ټولنې څخه د ښځو د حذفولو په توګه تلقي کېدای شي.

د ښځو د حقونو مدافع مذلفه کاکړ وايي: « په یوه ټولنه کې چې ښځې د کار کولو او نجونې د زده کړو کولو اجازه ونه لري او په یوه ټولنه کې چې د ښځو د هر ډول کار په تړاو مجازات ټاکل شوي وي، په یوه ټولنه کې چې د ښځو آواز خاموش کړای شي او په یوه ټولنه کې چې ښځه له هرې صحنې حذف شي، دا نه ديني اړخ لري او نه هم فرهنګي.»

د سیاسي چارو شنونکي بیا د ملګرو ملتونو د دې ډول راپورونو په اړه بېلابېل نظرونه لري.

ځيني د ښځو کاري او اقتصادي وضعیت مساله کورنۍ بولي او له نړیوالو غواړي چې د اندېښنو شریکولو پر ځای د وضعیت د ښه ‌کولو هڅه وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی زلمی افغانیار وايي: « زه هیله لرم نړیوال بنسټونه د اندېښنې څرګندولو پر ځای اجازه ورکړي چې د افغانستان ملت د سرپرست حکومت په مشوره د کمزورتیا ټکي د پیاوړتیا په ټکو بدل کړي. که چېرې هغوی ریښتیا هم د افغانستان په اړه اندېښنه لري، په اوسنیو شرایطو کې چې بشري مرستې یې عملا ً سیاسي کړې دي، څه نظر لري؟»

د سیاسي چارو شونکی نجیب‌الرحمان شمال وايي: « ښځې له ټولو فعالیتونو څنډې ته شوې، د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې یې پرمخ تړل شوې دي، کار او له کوره د وتلو اجازه نه ورکول کېږي. دغه مساله خپله د افغانانو او نړیوالې ټولنې د اندېښنو سبب شوې او په غیر قانوني لارو له هېواد بهر مهاجرتونو کچه یې لوړه کړې ده.»

افغانستان یوازینی هېواد دی چې نجونې یې له شپږم ټولګي پورته د زده ‌کړو اجازه نه ‌لري.

د ۲۰۲۵ کال تر پیل پورې، شاوخوا ۲.۲ میلیونه نجونې له تعليم او تحصيل محرومې کړای شوې او د نجونو پر زده ‌کړو د بندیزنو په اړه پر بېلابېلو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سربېره لاهم دغه بندیز پر ځای پاتې دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي
افغانستان

اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي

مې 13, 2026
یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري
افغانستان

یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist