Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یو.اېن.اېچ.سي.آر: تېره میاشت له پاکستانه څه باندې ۱۸زره افغانان هېواد ته راستانه شوې

یو.اېن.اېچ.سي.آر: تېره میاشت له پاکستانه څه باندې ۱۸زره افغانان هېواد ته راستانه شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/09

پاکستان کې له افغان کډوالو سره د پولیسو ناوړه چلن په اړه د اندېښنو پر دوام، د کډولو په چارو کې د ملګرو ملتونو سترې کمېشنرۍ (یو.اېن.اېچ.سي.آر) په یوه څلور مخیز راپور کې ویلي، یوازې د تېرې جنورۍ میاشتې په اوږدو کې ۱۸ زره ۳۰۰ افغانان له پاکستان خپل هېواد ته راستانه شوې.

د راپور له مخې، د دغو راستنو شویو له ډلې شاوخوا زر تنه په جبري ډول افغانستان ته را استول شوي چې موده وړاندې په اسلام ‌اباد او راولپنډۍ کې نیول شوي وو.

راپور کې وړاندې ویل شوې، د ټولو راستنو کړای شویو کسانو ترمنځ په هرو زرو تنو کې شاوخوا ۸۰۰  ښځې او ماشومان هم شامل دي چې د کډوالۍ د بېلابېلو اسنادو درلودونکي هم دي.

راپور زیاتوي چې دغه شمېرې د تېر کال په همدې موده کې د ایستل شویو کډوالو پرتله دوه سلنه زیاتوالی ښيي.

د ر اپور یوه برخه: « د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې ۱۸ زره او ۳۰۰ کسان افغانستان ته ستانه شوي او راپورونه ښيي چې له دې جملې شاوخوا ۱۰۰۰ کسان يې د اسنادو له ارزونې پرته اخراج شوي دي. په اسلام ‌اباد او راولپنډۍ کې د افغان اتباعو د نیولو پېښو زیاتوالي د خلکو لپاره جدي اندېښنه رامنځته کړې.  د ۱۰۰۰ تنو ایستل شویو کسانو له ډلې، له ۸۰۰ ډېر افغانان چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، یوازې له اسلام‌اباد او راولپنډۍ ایستل شوي دي.»

په پاکستان کې افغان کډوال هم د دغه هېواد د پولیسو له لوري ورسره د ناوړه چلن پر دوام نیوکه کوي او وايي، د ياد چلن له امله سختو ننګونو سره مخ دي او اړتیا ده چې د سرپرست حکومت له لوري د دوی ستونزو او ننګونو ته رسېدنه وشي.

په پاکستان کې افغان کډوال مجاهد ملک شینواری وايي: « موږ د اسلامي امارت له حکومت او مشرتابه او دغه راز د کډوالو له سترې کمېشنرۍ غوښتنه کوو چې په اسلام اباد کې یوه غونډه جوړه کړي، ترڅو د افغان مهاجرینو ستونزو ته د پای ټکی کېښودل ښي.»

د کډوالو حقونو مدافعان بيا په دې باور دي چې پاکستان وخت ناوخت له افغانستان سره په سیاسي اړیکو کې د ستونزو له امله هلته پر مېشتو افغان کډوالو فشارونه زیاتوي، ترڅو خپلو اهدافو ته ورسېږي.

دوی له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له اړوندو بنسټونو غواړي چې د افغان کډوالو په اړه یادو اندېښنو ته جدي پام وکړي.

د کډوالو د حقونو مدافع عبدالرازق عدیل وايي: « په کستان کې د افغان کډوالو مساله وړاندې له دې چې یوه انساني ننګونه وي، د جیوپولوټیکي لوبې په یوه برخه بدله شوې ده. د پاکستان دولت له یوې خوا افغان کډوال پر افغان دولت د سیاسي فشارونو د یوې آلې په توګه کاروي او له بلې خوا هم د افغان کډوالو په شړلو سره هڅه کوي چې پر نړیواله کچه سیاسي او اقتصادي ملاتړ ترلاسه کړي.»

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت بيا په تېره جنورۍ کې د پاکستان په شمول له ګاونډیو هېوادونو د راستنو شویو افغانانو شمېر۱۳ زره تنه يادوي او په ځانګړې توګه په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د روان چلن په اړه وايي، دا کار د ښه ګاونډيتوب او نړيوالو اصولو خلاف عمل دی.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي: « په دې وروستیو کې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په اسلام اباد او پنډۍ کې د امنیت د ټینګښت په پلمه، له دغو ښارونو د مهاجرینو د نیولو او ایستلو لړۍ پیل کړې ده. دا نه یوازې د نړیوالو اصولو خلاف عمل دی بلکې د ګاونډیتوب او اسلامي اصولو هم خلاف کړنه ده. موږ په دې اړه له پاکستاني چارواکو سره متعددې ناستې کړې چې په پایله کې یې له ۲ زرو زیات هغه افغانان بېرته خوشې شوي چې قانوني اسناد یې لرل او له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.»

تېره اوونۍ د پاکستان لومړي وزير شهباز شریف له پاکستانه د شاوخوا ۳ میلیونه افغان کډوالو د ایستلو پلان تصویب کړ.

په دې پلان کې ټول اسناد لرونکي، اسناد نه لرونکي کډوال او هغه پناه غوښتونکي شامل دي چې غواړي د پاکستان له لارې امريکا او نورو اروپايي هېوادونو ته لاړ شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist