Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

یونېسف: ډنمارک له افغان ماشومانو سره پنځه میلیونه ډالره مرسته کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/30

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق(یونېسف) وايي، ډنمارک له افغان ماشومانو سره پنځه میلیونه ډالره مرسته کړې او دغه مرستې به د زده کړو مرکزونو پر جوړولو او ملاتړ ولګول شي.

  یونېسف زیاته کړې:«موږ د مرستندویه هېوادونو پر ملاتړ د زیانمنو هلکانو او نجونو لپاره د ټولنې پر بنسټ د زده کړو ځایونه او مرکزونه پراخه کوو. د ډنمارک هېواد له ۵ میلیونه امریکایي ډالرو مرستې مننه کوو. دغه پيسې به د ۶۰۰ نویو  ښونیزو مرکزونو په جوړولو او ۲۷۰ موجودو مرکزونو پر تمویل او ملاتړ ولګول شي.» 

کارپوهان که څه هم دغه مرستې ګټورې بولي خو وایي، نړیوالو سره سیاسي برخه کې تعامل ته نه رسیدل او له شپږم پورته د نجونو ښوونځیو تړلو پوهنې برخې سره د نړیوالو مرستې اغیزمنې کړي دي.

د سیاسي چارو کارپوه سیال وردګ وايي:« نړیوال زړه نه ښه کوي،چې د پوهنې برخه کې له نظام سره مرستې وکړي.  یو لامل یې دا دی،چې اوسنی نظام پر رسمیت نه دی پېژندل شوی. دویم لامل دا دی،هغه بنسټ چې فعالیت ونه لري او فعالیتونه یې پر ټپه درېدلي وي، نو نړیوال نه غواړي،چې خپلو مرستو ته ورسره دوام ورکړي.» 

ځینې نور بیا وايي،د نجونو ښوونځیو بند پاتې کیدل نه یوازې د پوهنې په برخه کې د مرستو د ځنډ لامل ګرځیدلی، بلکې په په ټوله کې  یېبهرنۍ مرستې ځنډولي.

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي:« له بده مرغه نن ورځ افغانستان کې ماشومان د دې پر ځای چې خپل لیک لوست ته مخه کړي، د خښتو جوړولو او بوټونو پاکولو برخو کې کار کوي. که چېرته د نجونو ښوونځي پرانېستل شي،نو د ډېرې بودیجې موندلو امکان شتون لري.» 

کارپوهان وايي،له پوهنې وزارت سره د قرطاسیې،د ښوونځیو ودانیو جوړولو او ښوونکو ته د معاشونو د ورکړې په برخه کې مرستو ته اړتیا ده،خو پر وینا یې دولت دې یوازې مرستو ته سترګې په لار ه نه اوسي بلکې خپله دې د ښوونکو معاشونو او زده کوونکو ته د نورو اسانتیاو د برابرولو لپاره هڅې وکړي.

دا په داسې حال کې ده،چې په افغانستان کې د یونېسف وړاندې هم له دې برخې سره د سویلي کوریا د پنځه میلیونه ډالرو مرستې خبر ورکړی وه. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026
ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026

وروستي خبرونه

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist