Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یونېسف: پر پکتیکا د پاکستان هوايي بریدونو کې ۲۰ ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی

یونېسف: پر پکتیکا د پاکستان هوايي بریدونو کې ۲۰ ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/28

د پکتیکا ولایت پر برمل ولسوالۍ د پاکستاني جېټ الوتکو د هوایي بریدونو  ته د غبرګونونو د دوام په لړ کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) وایي، په دغو بریدونو کې ۲۰ ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی.

په افغانستان او سیمه کې د یونېسف مسوول سنجې ویجیسیکیرا د پاکستان حکومت د بریدونو په تړاو ژوره اندېښنه څرګندوي او له پاکستاني لوري غواړي چې دا ډول بریدونو کې د ماشومان ژوند ته جدي پام وکړي.

هغه زیاته کړې:« موږ له هغو کورنیو سره چې د پاکستان په بریدونو کې یې خپلوان له لاسه ورکړې، د زړه له تله ورته تسلیت وایو. د پاکستان حکومت باید په هوایي بریدونو کې د ماشومانو ژوند ته پام وکړي.»

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ وايي، په پکتیکا ولایت کې د پاکستاني پوځ په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې راپورونه په کلکه غندي.

بېنېټ د دې پېښې په څېړلو او حساب ورکولو هم ټینګار کړی.

هغه په دې اړه وايي:« زه د ډېسمبر پر ۲۴ مه د پکتیکا ولایت کې د پاکستان د پوځ له خوا په راپور شوي هوایي برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د افغان ملکي وګړو د وژل کېدو او د نړیوالو قوانینو له مخې د ملکي وګړو د زیان د مخنیوي، پلټنې او حساب ورکونې په برخه کې د یوناما سره یوځای یم.»

دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان پوځ د افغانستان پر خاوره بمباري کوي بلکې د روان ۲۰۲۴ کال په مارچ میاشت کې هم سرپرست حکومت ویلي وو چې پاکستاني جنګي جېټ الوتکو د پکتیکا په برمل او د خوست په سپېرې ولسوالیو کې د ملکي خلکو پر کورونو بمباریو کې ۸ ښځې او ماشومان شهیدان شوې وي.

په برمل ولسوالۍ کې د پاکستاني جنګي جېټ الوتکو هوایي بریدونو د مرګ ژوبلې سربېره د دې ولسوالۍ اوسېدونکو ته په ډېره اندازه مالي زیانونه هم اړولي.

 د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، هرڅه یې د پاکستاني جنګي جېټ الوتکو هوایي بریدونو خوراک شوي او له سرپرست حکومته غواړي چې  دوی ته دې سرپناوې  جوړې کړي.

د برمل ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« له حکومته مو غوښتنه دا ده چې دا دویم ځل دی چې دلته دوی( پاکستاني ځواکونه) راځي او برید کوي، ټول ماشومان او ملکي خلک پر شهادت رسوي، نو له حکومته مو غوښتنه ده چې د دې په اړه غور وکړي،  ملګرو ملتونو ته دا خبره ورسېږي او ورباندې مذاکرات وشي، چې دا ولس ډېر وځورېد، نور نه باید وځورول شي.»

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د لومړي ځل لپاره برمل ولسوالۍ کې  د جېټ الوتکو بمبارۍ مني او  د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي، پوځي ځواکونو د خپلو وګړو ته د ور پېښو ګواښونو له امله د افغانستان پر خاوره د استخباراتي مالوماتو پر بنسټ عملیات کوي.

د پوځي چارو کارپوهان وایي، پاکستان له لسېزو راهیسې د جګړې له لارې پیسې ترلاسه کړې او اوس بیا هڅه کوي، چې د نړیوالو او خپلو خلکو تېر ایستلو لپاره پر افغان خاوره بریدونه کوي څو نړۍ ته وښایي چې افغان خاوره کې وسله وال ډلې دي څو له دې لارې مالي مرسته ترلاسه کړي.

 د دوی په وینا، د  وسله والو ډلو روزونکی پاکستان دی.

دغه راز دوی  اسلامي امارت ته سپارښتنه کوي چې د نړیوالې ټولنه کې دې خپل شکایت ثبت کړي چې پاکستان ولې پر افغان خاوره تېری کوي؟

د پوځي چارو کارپوه  اختر محمد راسخ  وايي:« د افغانستان په بدبختیو کې او د افغانستان په جګړه ییزو حالتو کې د پاکستان بانکونه ډک کېږي، نو د دوی( پاکستان) ستراتیژي ده چې زموږ د افغانانو پر وژنه، دا نن لومړی ځل نه دی، بلکې په نیمه پېړۍ کې افغانان د دوی پر شعارونو او د دوی پر پلانونو باندې وژل شوې. »

د پوځي چارو کارپوه وايي:« اوس هغه وخت رارسېدلی دی چې طالبان له ولس سره لاس یو کړي او دا لر او بر پښتون سره یو ځای شي او د پاکستان د تجزیې هڅې وکړي. نړیوالو هم تر نن ورځې پورې هغه شان پرېکنده غبرګون چې د پاکستان پر وړاندې یې کړی وی، کړی یې نه دی. یوناما یا ملګري ملتونه یوازې خبرې کوي او عملا دا کار نه کوي. که عملا یې دا کار کولی باید د پاکستان بهرنیو چارو وزیر یې ملګرو ملتونو یا امریکا ته غوښتی وی او اختار یې ورکړی وی.» 

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست وایي، د پاکستاني جېټ الوتکو هوایي بمبارۍ کې شاوخوا ۵۲ کسان شهیدان شوې او له  ۴۰ زیات کسان ټپيان شوې دي.

 د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي پر پکتیکا د پاکستان د هوایي بمباریو په تړاو ویلي، افغانان پر خپلې خاورې یرغلونه نه هیروي او په خبره یې که پاکستان افغانستان ته په سپک نظر ګوري نو باید د انګریز، پخواني شوروي، امریکا او ناټو له برخلیکه د عبرت کلک درس واخلي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي
افغانستان

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی
افغانستان

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه
افغانستان

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی
افغانستان

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026

وروستي خبرونه

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

جولای 7, 2026
روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist