Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یونېسف راتلونکی کال د افغان ماشومانو لپاره له ننګونو ډک بللی

یونېسف راتلونکی کال د افغان ماشومانو لپاره له ننګونو ډک بللی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/07

په افغانستان کې د بشري وضعیت بدتر کېدو په تړاو د اندېښنو په لړ کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړصندوق (یونېسف) په یوه راپور کې ویلي، په ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې به په افغانستان کې نږدې ۲۳ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري.

په راپور کې ویل شوي چې  په دغو اړمنو کسانو کې به ۱۲.۴ میلیونه تنه ماشومان وي.

راپور کې په افغانستان کې د اړمنو په شمېر کې د زياتوالي لامل اقتصادي ننګونې، د اقلیمي بدلون له امله رامنځته شوي زیانونه او د بشري فعالیتونو پر وړاندي خنډونه بلل شوې.

د راپور یوه برخه:« په ۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري. په دغو اړمنو کسانو کې ۱۲.۴ میلیونه ماشومان هم شامل دي. د اړمنو په شمېر کې د زياتوالي لامل شخړې، اقتصادي ستونزې، د اقلیمي بدلون له امله رامنځته شوي ټکانونه او د بشري فعالیتونو پر وړاندې خنډونه دي.»

دغه راز په راپور کې ویل شوې، سېلابونه، ځمک ښوېدنې، وچکالۍ او زلزلې د اقلیم د بدلون منفي اغېزې او د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو زیاتوالي، د کورنیو په کچه د خوندیتوب خطرونه او بشري اړتیاوې زیاتې کړې دي.

د راپور یوه برخه: « د ښځو او نجونو حقونه او آزادۍ لاهم محدود دي او د کار زمینه هم د خنډونو او ننګونو له زیاتېدو سره کم رنګه شوې ده.»

 د اسلامي امارت چارواکي په هېواد کې د فقر او بېوزلۍ لوی لامل نړیوال سیاسي او اقتصادي بندیزونه ګني او له نړیوالو سازمانونو غواړي چې دا بندیزنه  لرې او بشري مرستې سياسي نه کړي.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین وايي: « هغوی چې په افغانستان کې د فقر او اقتصادي مشکلاتو په اړه راپورونه خپروي، که ملګري ملتونه دي یا نور هېوادونه، باید په لومړي سر کې هغه بندیزونه لرې کړي چې پر افغانستان یې لګولي دي. بشري مرستې او ولسي اقتصادي پروژې له سیاسي موخو سره ونه تړي، که د بشري حقونو په تړاو د دوی شعارونه تر پوښتنې لاندې راځي.»

بله خوا، د اقتصاد وزارت مسوولين وايي، اسلامي امارت د فقر او بېوزلۍ کمولو لپاره د هېواد پر کچه یو شمېر پروژې پلې کوي چې ورسره به د فقر او بېکارۍ ګراف راښکته شي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري په دې اړه وايي: « زموږ هڅه دا ده چې هرڅومره ژر د افغانستان د خلکو پانګه او شتمني آزاده او د هېواد په آبادۍ او اقتصادي پراختیا کې ولګول شي.»

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق دغه راز په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، په افغانستان کې د اړمنو لاسنيوي په موخه په بیېړنۍ توګه څه باندې يو ميليارد ډالرو ته اړتیا لري.

که څه هم د يونېسف په څېر د ملګروملتونو ګڼو سازمانونو د دغو ګواښونو د مخنيوي لپاره تېر کال هم میلیونه ډالر راغونډ کړل، خو دغو پیسو او مرستو د اړمنو افغانانو په شمېر کې کمښت نه دی راوستی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist