Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یونېسف افغانستان کې له زده‌کړو د سلګونه زره نجونو او ماشومانو محروميت په اړه اندیښنه ښودلې

یونېسف افغانستان کې له زده‌کړو د سلګونه زره نجونو او ماشومانو محروميت په اړه اندیښنه ښودلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/06/10

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) ادعا کړې چې د افغانستان سرپرست حکومت ښايي د ۵۰۰ زره نجونو او هلکانو پر مخ د چټکو زده‌کړو هغه سيمه‌ييز ټولګي هم وتړي چې د نړيوالو مرستندويانو له لوري تمويل کېږي.


يونيسف ویلي، که په افغانستان کې د ښوونې او روزنې د برخې فعالو غیر دولتي موسيسو فعالیت بند شي، په پايله کې به يې سلګونه زره نورې نجونې او هلکان هم له زده‌کړو بې برخې شي.

یونېسف زیاته کړې:« په افغانستان کې د ښوونې او روزنې د مخکښې ادارې په توګه، یونېسف د هغو راپورونو په اړه ژوره اندېښنه لري،چې د ۵۰۰ زرو څخه ډېر ماشومان چې ۳۰۰ زره یې نجونې دي، د یوې میاشتې په لړ کې ښايي له زده‌کړو محروم شي.»


د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو برخې مسوولې هېدر بار هم په دې اړه د اندیښنې په ډول ویلي، چې د سرپرست حکومت له لورې د ښځو د کار په ګډون په ګڼو برخو کې لګول شویو بنديزونو دغلته د ملګرو ملتونو اړوند ادارو فعاليتونه اغېزمن کړي دي.

بار زیاته کړې:« ملګري ملتونه افغانستان کې له سترو ستونزو سره مخ دي. د ملګرو ملتونو د ښځو پر کار د بندیز په ګډون د طالبانو ناسمو غوښتنو ته په غاړې اېښودو سره، خپل پروګرامونه له ډېرو ستونزو سره مخ کړي. د طالبانو د خوشحالولو لپاره د غیر اصولي کړنو په منلو تاسو هېڅ نه شئ ترلاسه کولی.»


د ښځو چارو فعالانې بیا وايي، په یادې پرېکړې سره نه یوازې د ګڼو نجونو او ماشومانو پر وړاندې د زده کړو دروازې تړل کیږي، بلکې ورسره په يوه وار له سلګونه کسانو څخه کاري فرصتونه هم اخېستل کیږي.


د چټکو زده‌کړو پروګرام د یونېسف د پروګرامونو هغه برخه ده، چې د افغانستان په ټولو لرې پرتو سیمو کې هغو نجونو او ماشومانو ته د زده‌کړه زمینه برابروي، چې د ښوونځیو نشتوالي، جګړو او نورو بېلابېلو لاملونو له امله یې زده کړې نیمګړې پاتې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist