Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یونیسف: د افغان نجونو د زده کړو لپاره هڅو ته ادامه ورکوو

یونیسف: د افغان نجونو د زده کړو لپاره هڅو ته ادامه ورکوو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/20

پوهنتونونو او ثانوي زده کړو ته د نجونو پر لاسرسي د محدویت له لګېدو د درې نیم کالو په پوره کېدو سره، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق(یونیسف) اجراییوي مرستیال وايي، په افغانستان کې به د نجونو زده‌ کړو تر تامين پورې خپلو هلو ځلو ته ادامه ورکړي.

نوموړي زیاته کړې، افغانې نجونې له دوی د زده ‌کړو ادامې غوښتنه کوي او په خبره یې، دوی به هم د زده‌ کړو لپاره خپل هڅې جارې وساتي.

د یونیسف اجراییوي مرستیال تدچایبان ویلي: « یونیسف غواړي په افغانستان کې د نجونو له زده کړو ملاتړ ته دوام ورکړي، ترڅو نجونې وکړای شي خپلې زده کړې بشپړې او دغه راز  وکولی شي خپلو هیلو ته ورسېږي.»

نوموړي دغه څرګندونې کندوز ولایت ته د سفر په لړ کې په سي درک سیمه کې د نجونو له یوه لنډمهاله ښوونیز مرکز څخه د لیدنې پر مهال کړې.

اسلامي امارت د نجونو پرمخ د پوهنتونونو د پرانیستنې په تړاو څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې پر زده کړو د محدوديت پرېکړه لنډ مهالې بللې وه.

تازه د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټرېش وروستۍ څرګندونې رد کړې دي او وایي، هېواد کې د ښځو او نرانو په تړاو تکلارې د اسلامي شریعت پر بنسټ تنظیم شوې او هېڅکله د نورو د خوښې لپاره نه شي بدلېدای.

مجاهد زیاته کړې، د افغانستان د حالاتو او اسلامي اصولو په اړه د کافي پوهې نه لرل د دې لامل ګرځي چې نړیوال چارواکي د نامناسبو اصطلاحاتو کارولو ته مخه کړي.

د اسلامي امارت ویاند ویلي: « موږ د ملګرو ملتونو د سرمنشي هغه بې مسوولیته څرګندونې په کلکه غندو چې په افغانستان کې یې د ښځو په اړه اقدامات احمقانه بللي وو. د ملګرو ملتونو مشر باید د خپلو خبرو او الفاظو معنا ته متوجه وي او بې سنجشه توري ونه کاروي. په افغانستان کې د ښځو او نرانو په اړه قوانین او لارښونې د اسلامي شریعت په اساس او له هغو سره مطابق دي.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش تر دې وړاندې افغانستان کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو پر کار د بندیز پرېکړه هم ننګولې وه.

کارپوهان وایي، د ټولنې د پرمختګ او کورنیو د اقتصادي ودې لپاره د نجونو لپاره د زده کړو زمینه برابره شي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه سمیر انګار وايي: « د اسلامي امارت تګلاره د شریعت پر بنسټ ده او نړیوالې ټولنې ته هم په کار ده چې ورته درناوی ولري. د نجونو تعلیم د راتلونکي لپاره مهم دی او اسلامي امارت باید د شریعت په رڼا کې ورته حل لاره ولټوي.»

دا په داسې حال کې ده چې د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق(یونیسف) خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو محدوديت لګول د هېواد د دوامداره ثبات او پرمختګ پر وړاندې جدي خنډ دی او د دوی د اروزنې له مخې، د ۲۰۲۵ کال تر پایه به څه باندې ۲.۲ میلیونه افغان نجونې له زده کړو بې برخې پاتې شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې

مې 6, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist