Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

یونیسف: د افغان ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/01

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یا یونیسف  د ۲۰۲۱ زېږدیز کال په پای کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره  د افغان ماشومان وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی. 

 

 د یونیسف په خپرپاڼه کې ویل شوي،چې  پر نړیواله کچه د افغان ماشومانو شمیر چې په جګړه کې قرباني شوي،د ټولې نړۍ ۲۷ سلنه  جوړوي. 

د یونیسف د خبرپاڼې یوه برخه:« د بیلګې په ډول افغانستان د ۲۰۰۵ زېږدیز کال راهیسې د ماشومانو د مرګ ژوبلې تر ټولو لوړ تائید شوي ارقام لري.هلته د څه باند ۲۸ نیم زره ماشومانو مرګ ژوبله پر نړیواله کچه د ماشومانو د تائید شوې مرګ ژوبلې ۲۷ سلنه جوړوي.» 

په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي،چې د افغانستان لپاره د یونیسف د ځانګړي استازي عبدالقادر  له خولې لیکل شوي،  باید له افغانستان سره ژر تر ژره بشري مرستې وشي.

عبدالقادر روان ژمی ډېر سخت بللی او په وینا یې که افغان ماشومانو ته رسېدنه ونه شي،ډېری ماشومان به د راتلونکي پسرلي له لیدو محروم شي. 

 هغه زیاته کړې:« که موږ بېړه ونه کړو،همغږي ونه کړو او افغانستان ته لا زیاتې نغدې پیسې او د ژمي توکي ونه لېږو، نو لرې به نه وي،چې د دغه هېواد ماشومان به د راتلونکي پسرلي له لېدو محروم شي.» 

د یونیسف اجرائیه مشرې هېنېریټا فور  هم ټینګار کړی دی،چې د افغان ماشومانو روغتیايي او امنیتي ستونزې باید له پامه ونه غورځول شي او څومره چې د نړیوالو وس رسېږي،باید ملاتړ یې وکړي.

هغې زیاته کړې:« د هر کال په تېرېدو سره جګړې دوام کوي او ورسره د ماشومانو حقونو او روغتیا ته ډارېدونکې بې پروایي زیاتیږي. ماشومان دا مهال په ستونزه کې دي او د بې پروایۍ له امله مړه کېږي، نو د دغو ماشومانو د ژغورلو لپاره باید هېڅ ډول مرستې ونه سپمول شي.» 

اخوا د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې،د تېرو ۱۶ کلونو راهیسې د افریقا، اسیا او لاتینې امریکا په بېلابېلو هېوادونو کې د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۶۶ زره پیښې ثبت شوې دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي
افغانستان

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي
افغانستان

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې
افغانستان

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي
افغانستان

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

جولای 16, 2026
پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي
افغانستان

پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

جولای 16, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist