Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

یونیسف افغانستان کې د ماشومانو پر وضعیت اندېښنه ښودلې 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/25

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یا یونیسف په افغانستان کې د ماشومانو پر وضعیت  اندېښنه ښودلې او ټینګار کړی  دی،تر هغې به دلته پاتې کیږي،چې هر ماشوم زده کړو ته لاسرسی پیدا کړي.

افغانستان کې که څه هم له شپږم ټولګي پورته نجونې لا ښوونځیو ته نه دي پرېښودل شوي، یونیسف وایي،د زده کړو برخه کې به خپلې هڅې ونه دروي.

د یونیسف د اړیکو برخې مسووله سم مورټ وايي، له تېرو اویا کلونو راهیسي په افغانستان کې فعالیت کوي او په وینا یې د افغان ماشومانو د زده کړو برخه کې به هر ممکنه لاره وآزمایي.\

مورټ زیاته کړه:« موږ به تر هغې په افغانستان کې خپل فعالیت ونه دروو،چې هر ماشوم ښوونځي ته نه وي تللی او زده کړې یې نه وي کړي. یونیسف د هر ماشوم لپاره په افغانستان کې دی.» 

یونیسف په افغانستان کې د وروستیو بریدونو وروسته ویلي چې په تېره یوه اوونۍ کې له پنځوسو زیات ماشومان وژل شوي، چې نجونې او هلکان پکې شامل دي.

د یونیسف سیمه ییز مسوول جورج لاریا ګواښ کړی دی،چې ښایي د افغان ماشومانو پر وړاندې روان بشري وضعیت  لا خراب شي.

لاریا زیاته کړه:« یوازې په تیره یوه اوونۍ کې په افغانستان کې څه باندې ۵۰ ماشومان وژل شوي دي،چې نجونې او هلکان په کې وو. دغه ماشومان د بشر حقونو پر وړاندې د سخت تاوتریخوالي په ترڅ کې وژل شوي دي. موږ اندیښنه لرو،چې ښايي دغه شمیر لا زیات شي.» 

یونیسف په ورته مهال کې  وايي، نږدې ۲۰۰ زرو  افغان ښوونکو ته یې د دوو میاشتو بېړني معاشونه چمتو کړي او زده کوونکو ته یې هم بیکونه او تدریسي مواد ویشلي دي.

یونیسف همداراز وايي،د لومړیو ټولګیو زده کوونکو ته یې ۳۷ میلیونه درسي کتابونه هم ویشلي دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist