Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/18

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې مرستیال یونس مومند د افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې(BWA) استازی ټاکل شوی.

یونس مومند همدارنګه د دې نړیوالې اقتصادي شبکې د سنا غړیتوب هم ترلاسه کړی.

د نوموړي په خبره، هغه به له دې وروسته د افغانستان، جرمني او اروپا ترمنځ د سوداګریزو شرکتونو، ادارو او نورو اړوندو لورو ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې مرستیال یونس مومند وايي: « دا یوه نړیواله تجارتي شبکه ده او د ټولې نړۍ سوداګر په کې راټولېږي او مجلسونه کوي. تقریبا ً شپږ میاشتې مخکې د دې شبکې سنا ترلاسه شوې او له هغه وروسته د افغانستان لپاره د دې ټولنې نمایندګي ترلاسه شوه. اوس به موږ وکولی شو هغه ستونزې حل کړو چې اوس یې په تجارتي او اقتصادي برخو کې له اروپا سره لرو. د افغانستان د قوانینو او په ځانګړې توګه د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د پالیسیو په رڼا کې به د سوداګرۍ وزارت تر نظر لاندې وکولی شو چې د افغانستان خصوصي سکټور له اروپا سره نښلوو.»

هغه فعالیتونه چې د اقتصادي اړیکو، سوداګرۍ، پانګونې او متقابل تفاهم د پراختیا لپاره ترسره کېږي.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې مرستیال یونس مومند همدارنګه وایي چې له دې وروسته به د افغانستان او اروپایي هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو نوی فصل هم پرانستل شي.

د ده په خبره، له اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډراالي ټولنې‌سره د هغه غړیتوب به وکړی شي چې د افغانستان او اروپایي ټولنې ترمنځ د سوداګرۍ چارې لا ګړندۍ شي.

یونس مومند زیاتوي، په افغانستان کې شته ثبات او امنیت ته په کتو هڅه کوي د اروپایي هېوادونو سوداګر وهڅوي چې راشي او په افغانستان کې پانګونه وکړي.

یونس مومند په دې اړه وايي: « اروپا زموږ معدني موادو، وچې او تازه مېوو ته اړتیا لري. لکه څرنګه چې پخوا موږ اروپا سره سوداګري کوله، اوس موږ کوشش کوو چې بېرته یې هماغه نارمل حالت ته راوګرځوو. دا مهال افغانستان کې د ډاډمن امنیت او فساد نه شتوالی سره موږ کولی شو اروپايي سوداګر وهڅوو چې افغانستان کې پانګونه وکړي.»

د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډراالي ټولنه د جرمني نړیواله اقتصادي شبکه ده چې نړیوالې اقتصادي او سوداګریزې اړېکې څاري او جوړوي یې.

د هغه په خبره، اروپایي هېوادونو سره به د افغانستان سوداګریزې اړیکې وغوړیږي او د دې هېوادونو سوداګر هم لېوالتیا لري چې د افغانستان پر خصوصي سکټور سربېره، په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو
افغانستان

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي
افغانستان

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي
افغانستان

کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

جون 18, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

ملګري ملتونه: د میلیونونو کډوالو ورستنېدو بشري مرستو ته اړمن افغانان لا اړمن کړي

جون 18, 2026
موټرچلوونکي او مسافر د مزارـ کندوز لویې لارې جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

موټرچلوونکي او مسافر د مزارـ کندوز لویې لارې جوړېدو غوښتنه کوي

جون 17, 2026
فضل الرحمن:  پاکستان دې افغانستان سره د اړیکو رغولو پالیسي بدله کړي
افغانستان

فضل الرحمن:  پاکستان دې افغانستان سره د اړیکو رغولو پالیسي بدله کړي

جون 17, 2026

وروستي خبرونه

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

جون 18, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

ملګري ملتونه: د میلیونونو کډوالو ورستنېدو بشري مرستو ته اړمن افغانان لا اړمن کړي

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist