Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

یونسکو افغانستان کې د ۲۵ زرو کسانو لپاره د سواد زده کړو زمینه برابروي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/20

په کندهار ولایت کې د دوشنبې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د وږي پر ۲۸ مه » د سواد زده کړې نړیواله ورځ د یونسکو سازمان له خوا ونماځل شوه. 

په دغه ناسته کې د یونسکو سازمان له لوري د سواد زده کړې د یوه کمپاین خبر هم ورکړل شو،چې پر مهال به یې د هېواد د ۲۰ ولایتونو په ۱۰۰ ولسوالیو کې ۲۵ زره لویانو او ځوانانو ته د عمومي او اساسي زده کړو کورسونه جوړ شي.

د یونسکو سازمان د سواد زده کړې امر شمس الله عمري وویل دغه کمپاین به د (سواد د یوه روښانه راتلونکي لپاره) تر عنوان لاندې پیل کړي،چې د سواد زده کړې په برخه کې عامه پوهاوی رامنځته کړي او عام ولس د سواد له ګټو خبر کړي.

عمري وايي، په دې کمپاین کې د سویلي زون د پنځو ولایتونو ۲۸ ولسوالۍ هم شاملې دي او پر مهال به یې ۷۰۰۰ زده کوونکو ته د لیک او لوست د زده کړې زمینه برابره شي.

هغه  زیاته کړه:« د هېواد ۲۰ ولایتونو په ۱۰۰ ولسوالیو کې ۲۵ زرو لویانو او ځوانانو ته د عمومي او  اساسي سودا زده کړې کورسونه به وړاندې شي. په دې پروګرام کې به د سویلي زون د پنځو ولایتونو کندهار، هلنمد، نیمروز،اروزګان او زابل ۲۸ ولسوالۍ هم تر پوښښ لاندې ونیول شي، په یادو ولسوالیو کې به شااوخوا ۷ زرو زده کوونکو ته د لیک او لوست زده کړه او نږدې ۴۷۰ ښوونکو ته د ۹ میاشتو کار زمینه برابره شي.» 

د پوهنې وزارت د سواد زده کړې مشر مولوي محمد ابراهیم عمري بیا وايي، په تیر یوه کال کې یې ۸۵ زره زده کوونکو لپاره په ټول هېواد کې د بېلابېلو دولتي او غیري دولتي پروژو د تطبیق له لارې د لیک او  لوست زده کړې خدمتونه برابر کړي او د ۸۲ سواد ښوونځیو له لارې تر ۴ زره ډېرو ځوانانو او له رسمي زدکړو پاتې شویو لویانو لپاره د زده کړې دوامداره فرصتونه برابر شوي. 

هغه زیاته کړه:« په تېره یوه کال کې ۸۵ زره ۸۲۴ زده کوونکو لپاره په ټول هېواد کې د بېلابېلو دولتي اوغیر دولتي پروژو د تطبیق له لارې د لیک او لوست زده کړې خدمات برابر شوي دي.» 

د غونډې یو شمېر نورو کډونوالو سواد زده کړه مهمه وبلله او غوښتنه يي وکړه،چې د ښارونو پرتله لېرو پرتو سیمو کې خلکو ته د زده کړو زمینه زیاته برابر شي.

د پوهنې وزارت د مالومات پر بنسټ،د هېواد شااوخوا ۶۰ سلنه خلک نالوستي دي،چې د نفوس زیاتېدا، بې وزلي، ناسم دودونه او جګړه هغه ستر لاملونه دي،چې په افغانستان کې یې ګڼ خلک له زده کړو محروم کړي دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist