Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امریکا د لادرکه شوي عرب ژورنالیست په اړه اندیښنه ښودلې

یوناما یو ځل  بیا افغانستان کې د ښځو خوندیتوب په اړه اندېښنه څرګنده کړه 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/10

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما د هغو ښځو په اړه اندیښنه څرګنده کړې،چې د وروستیو لاریونونو په لړ کې لا درکه شوې دي.

  یوناما پر خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، د ملګرو ملتونو ځانکړې استازې دیبورلاینز په دې تړاو د اسلامي امارت له مشرانو سره هم لیدلي او د ښځو د حقونو د خوندیتوب په اړه یې ورسره اندیښنه شریکه کړې.

یوناما زیاته کړې:« دا دریېمه اوونۍ ده،چې افغان مدني فعالانې له خپلو کورونو او د کابل له واټونو لادرکه شوې دي. دیبورالاینز نن د رئیس الوزرال له مرستیال سره په ناسته کې هم دا اندیښنه څرګنده کړه. په دغه ناسته کې د ښځو د خوندیتوب په تړاو هم له اسلامي امارت غوښتنه وشوه،چې باید ډېره زیاته پاملرنه ورته وشي.» 

ورته مهال د افغانستان لپاره د جرمني سفیر مارکوس پوتزل هم ویلي،له اعتراض کوونکو سره باید د دښمن په څېر چلن ونه شي او د معترضینو پر وړاندې تاوتریخوالی او زنداني کول بې انصافي ده.

پوتزل زیاتوي:« له اعتراض کوونکو سره باید د دښمن په څېر چلن و نه شي. د ښځینه لاریون کوونکو وژل او نا درکه کول،غیر قانوني کار دی او بې انصافي ده. نړۍ دغه وضعیت ګوري.» 

اخوا د ا سلامي امارت ویاند  ذبیح الله مجاهد بیا وايي،که ښځې د ځان لپاره جلا چاپیریال غواړي،نو دوی یې د خوندي چاپیریال لپاره هڅې پیل کړي دي،چې د شرعي حدودو په رڼا کې به وي.

هغه زیاته کړه:« دا چې ښځې ځانته چاپیریال ته اړتیا لري، طبعآ دلته به نه وي راغلي،خو که په منظم ډول ښځې راشي او یو ځای کې راټولې شي او د هغوی شرعي حدود خوندي وي، نو موږ ورسره ستونزه نه لرو.» 

د ملګروملتونو ترڅنګ ګڼو نورو نړیوالو بنسټونو هم   د اسلامي امارت واکمنۍ پیل راهیسې د ښځو د کار، ازادۍ او زدهکړو پر ملاتړ غږ پورته کړی او د هغوی د حقونو خوندیتوب یې د رسمیت پیژندلو له شرایطو یو اړین شرط یاد کړی دی. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي
افغانستان

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي
افغانستان

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې
افغانستان

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي
افغانستان

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

جولای 16, 2026
پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي
افغانستان

پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

جولای 16, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist