Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یوناما: د ښځینه کارکوونکو پر کار بندیز منفي پایلې به د ا.ا په غاړه وي

یوناما: د ښځینه کارکوونکو پر کار بندیز منفي پایلې به د ا.ا په غاړه وي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/04/12

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) یو ځل بیا د ا.ا له لورې د دوی پر ښځینه کارکوونکو د کار بندیز په اړه اندېښنه ښودلې او دا پریکړه یې غیر قانوني او د ملګرو ملتونو منشور څخه ښکاره سرغړونه یاده کړې ده.

یوناما د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي،دا چې د اسلامي امارت دا پریکړه د ملګرو ملتونو د منشور خلاف ده دوی ترې اطاعت نه شي کولی.

د خبرپاڼې یوه برخه:«د  افغانستان حکومت په دې پریکړې سره ملګري ملتونه دې اړ باسي، چې سخته پریکړه وکړي چې په افغانستان کې پاتې شي او اړمنو ته مرستې ورسوي او که د خپلو اصولو او نورمونو اطاعت وکړي.»

د ملګرو ملتونو اصولو ته له اطاعت ظاهرا د یوناما موخه دا ده،چې د ښځینه کارکوونکو پرته کار نه شي کولی او اړ کیږي،چې افغانستان پریږدي.

یوناما خبرداری ورکړی دی، چې د اسلامي امارت د پریکړې هر ډول منفي پایلې به د دوی مسوولیت نه وي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« دا باید ښکاره وي،چې پر ښځینه کارکوونکو د کار بندیز پریکړې له امله منفي پایلې او ناورین زیږون به یوازې د افغان حکومت مسوولیت وي.»

په خبرپاڼه کې د یوناما مشرې له خولې ویل شوي،چې دوی به د راتلونکې مې میاشتې تر پنځمې نیټې د اسلامي امارت دې پریکړې هر اړخیزه ارزونه او ښکېلو غړو سره سلا مشورې کوي.

د خبرپاڼې یوه برخه:«افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي به د دې مودې په لړ کې، اړینې سلا مشورې، اړین عملیاتي تنظیمات او هر ډول احتمالي پایلو لپاره پلانونه جوړ کړي.»

د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ همداراز ویلي، د ستونزې د حل لپاره به د اسلامي امارت له هرې کچې سره تعامل او خبرو ته ادامه ورکړي.

دوی له خپلو ټولو ښځینه او نارینه کارکوونکو غوښتي دي،چې تر راتلونکو ۲۶ ورځو یا د مې تر پنځمې پورې دې د محدودو او اړینو کارونو پرته خپلو کار ځایونو ته نه ځي.

د یادونې  وړ ده،چې ننګرهار کې د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو د کار بندیز تېره اونۍ شوی دی،خو مرکزي حکومت په دې تړاو تر دې دمه هېڅ نه دي ویلي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist