Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یوناما د افغانستان سرپرست حکومت د عمومي عفوې پر نقض تورن کړی

یوناما د اهل تشیع پر خوندیتوب ټینګار کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/09

داعش وسله والې ډلې داسې مهال په پلازمينه کابل کې د چاودنې مسوولیت منلي، چې د سرپرست حکومت د دفاع وزارت سرپرست ملوي محمد یعقوب مجاهد څو ورځی وړاندی په یوه خبري غونډه کې ادعا وکړه، چې د دې ډلې بریدونه ۹۰ سلنه کم شوي دي.

يعقوب زياته کړې وه، چې د يادې ډلې له لوري په ترسره شوو بريدونو کې بهرني وګړي دخيل دي.

خو د کابل په لوېديځو کې د سوارلۍ پر کاسټر شوې چاودنې ته غبرګونونه لا هم دوام لري او په دې لړ کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ د يادې چاودنې عاملانو ته د سزا ورکولو غوښتنه کړې.

یادې استازولۍ زیاته کړې:« د کابل په دشت برچی سیمه کې د وړمی شپې په چاونه کې د اهل تشيع لږ تر لږه ۲۵ تنه وژل شوي او ټپیان شوي دي. یوناما پر ملکي وګړو د هدفي بریدونو د پای ته رسولو او د افغانستان د اهل تشيع د پراخ خوندیتوب او له عاملینو سره يې حساب کولو غوښتنه کوي.»

د پوځي چارو کارپوه محمدمتین محمدخېل وايي: « اساسي خبره دا ده چې اسلامي امارت باید تر پخوا په دغه شیعه مېشتو سیمو کې استخباراتي څار زیات کړي، امنیتي پوستې جوړې کړي، هلته نور کسان وګوماري، ترڅو د دغسې ناوړه پېښو مخه ونیول شي.»

د کورنیوچارو وزارت چارواکی بیا وایي، دا چی یادو جنګي ډلو په ولایتونو کی ماتې خوړلې او ځپل شوي؛ اوس هڅه کوي چي په پلازمېنه کابل کی چاودنې وکړي او د خلکو ذهنونه خراب کړي.

دوی ډاډ ورکوي چې د کابل ښار د نورو سیمو په ګډون به د شیعه مېشتو سیمو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او امنیت به یې ټینګ کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي: « ان شاءالله اسلامي امارت به بیا هم په دې کې خپله بشپړه هڅه کوي چې په زیانمنو سیمو کې امنیت لا ښه تامین کړي او په راتلونکې کې ان شاءالله د دا ډول پېښو مخه ونیسو؛ خو د پولیسو دنده دا ده چې مجرمین پر وخت ونیسي او د اسلامي شریعت پر بنسټ یې محاکمه کړي؛ نو ډېرې داسې پېښې دي چې اسلامي امارت یې الحمدالله مخه نیولې او نیسي به یې.»

واک ته د اسلامي امارت له رسیدو وروسته په افغانستان کې د ډېرو بریدونو او چاودنو مسوولیت د داعش خراسان ډلی منلی دی او حکومت یې هم پړه پر دوی اچولې، خو له دې ټولو سره- سره حکومت ادعا کوي چې داعش ډله د افغانستان لپاره لوی ګواښ نه ‌دی او ځپل شوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي
افغانستان

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

جون 30, 2026
بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

جون 30, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

جولای 1, 2026
د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

جولای 1, 2026
کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist