Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یوناما: بسپنه ورکوونکي دې له افغانستان سره خپل مالي ملاتړ ته دوام ورکړي

یوناما: بسپنه ورکوونکي دې له افغانستان سره خپل مالي ملاتړ ته دوام ورکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/08

په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) روانه اوونۍ د ترکیې په اسانبول کې د مرستندويانو د همغږۍ ډلې له ناستې وړاندې یو ځل بیا د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیال او د بشري مرستو همغږي کوونکي انډریکا راټوټ ویلي، روان کال په افغانستان کې شاوخوا ۲۲.۹ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړ دي او په خبره یې، بسپنه ورکوونکي باید د بېوزله او اړمنو افغانانو وضعیت ته د رسېدنې په موخه مرسته وکړي.

راټوټ زیاته کړې:« که موږ غواړو چې له افغانانو سره د بېوزلۍ او کړاوونو په له منځه وړلو کې مرسته وکړو، باید د بېړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره امکانات ولرو او په ورته وخت کې د اوږدمهاله انعطاف او ثبات بنسټ کېږدو. سره له دې چې افغانانو ته د مرستو رسولو په برخه کې پېچلې ننګونې شته، باید د زیان مننې اصلي لاملونو ته رسېدنه وشي. دا چاره د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره خورا مهمه ده.»

د يوناما له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې همدا راز د راټوټ له قوله ویل شوي چې تېر کال د ملګرو ملتونو له لوري د اړمنو افغانانو لاسنیوی بې ‌ساری و او باید روان ۲۰۲۵ ز کال هم دوی یوازې پرې نه ښودل شي.

راټوټ په دې اړه ویلي: « په ۲۰۲۴ کال کې د بشري مرستو او بنسټیزو بشري اړتیاوو شریکانو د افغانانو د ملاتړ لپاره په ګډه ۳.۲۱ مېلیارده ډالر راټول کړل چې د تېر کال د بودیجې له کچې ډېر وو. دا بسپنه ورکوونکو د سخاوتمندانه مرستو په مټ ملګري ملتونه او شریکان يې توانېدلي چې د ژوند ژغورونکو بشري مرستو عملي پایلې وړاندې کړي.»

سرپرست حکومت هم د یوناما له یادې غوښتنې هرکلی کړی، خو ټینګار کوي چې د بشري مرستو ترڅنګ باید یاد سازمان د پراختیایي پروژو په پلي کولو کې هم هڅې وکړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معين عبداللطیف نظري وايي: « د افغانستان اسلامي امارت د هر هېواد او د ملګرو ملتونو په ګډون د هرې ادارې له خوا افغانستان ته د مرستو له جلبولو هرکلی کوي. زما باور دا دی چې د افغانستان له خلکو سره مرستې باید ادامه ولري او یوازې په بشردوستانه مرستو پورې ونه تړل شي، بلکې انکشافي اړخ هم ولري.»

د سیاسي چارو شنونکي هم د افغانستان په روان اقتصادي وضعیت کې د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو مرستندویه بنسټونه مرستې حیاتي بولي او په خبره یې اړمن افغانان باید یوازې پرې نه ښودل شي.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب‌الرحمان شمال وايي: « لکه څرنګه چې وینو، د افغانستان د خلکو وضعیت په بحراني حالت کې دی او د افغانستان خلک د نړیوالې ټولنې مرستو ته جدي اړتیا لري، نو هیله لرم د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ(یوناما) په غوښتنه، نړیوال مرستندویه هېوادونه او بنسټونه د افغانستان له خلکو ملاتړ ته په ۲۰۲۵ کال ادامه ورکړي؛ ځکه د نړیوالې ټولنې له مرستې پرته به افغانستان له اوسني بحران د وتلو لار ونه لري.»

په خبرپاڼه کې همدا راز ټینګار شوی چې د نړیوال مالي ملاتړ نه شتون او د بشردوستانه او اساسي بشري اړتیاوو نه درک کولی شي په تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان د اقتصادي ثبات په برخه کې ترلاسه شوي نسبي پرمختګونه، لکه د خوړو د خوندیتوب کچې ښه کېدل او معتدله اقتصادي وده، له خطر سره مخ کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist