Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یوناما: افغانستان کې لومړنيو خدمتونو ته د خلکو لاسرسی محدود شوی

یوناما: افغانستان کې لومړنيو خدمتونو ته د خلکو لاسرسی محدود شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/20

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ(یوناما) مشرې د هرات ولایت اسلام کلا بندر ته د خپل سفر پر مهال له ایرانه راستنېدونکو افغانانو سره د لیدنې پر مهال ویلي، خدمتونو ته د راستنېدونکو افغانانو لاسرسی ډېر سخت محدود شوی او له همدې کبله تر ټولو ډېر زیان ماشومان او مېرمنو لیدلی.

روزا اتنبایوا پر نړیوالې ټولنې سربېره له مرسته کوونکو هېوادونو هم غوښتي چې د افغان کډوالو ستونزې او ننګونې هېرې نه کړي او خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

هغې په دې اړه ویلي: « په ۲۰۲۵ کال کې له یو میلیون ډېر افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي چې د ملاتړ کمزوري سیسټمونه یې تر سخت فشار لاندې راوستي دي. ښځې او ماشومان تر ټولو زیات له خطر سره مخامخ دي او له نورو کړاوونو د مخنیوي لپاره نړیوالو بېړنیو مرستو ته اړتیا ده.»

بل پلو، بهرنيو رسنيو د جرمني د بهرنیو چارو وزارت  د وياند له قوله راپور ورکړی چې پاکستان په اسلام‌اباد کې جرمني ته د تګ لپاره په تمه ځينې افغانان هم په زور افغانستان ته شړلي، خو برلین يې بېرته پاکستان ته د ستنولو غوښتنه کړې.

د جوزف هینټرسر په خبره، پاکستان افغانستان ته شاوخوا ۴۵۰ هغه افغانان اخراج کړي چې جرمني ته یې د انتقال پروسه تر ډېره بشپړه شوې وه.

هغه زیاته کړې: « موږ له پاکستان سره خبرو ته دوام ورکوو، ترڅو د هغو افغانانو بېرته راستنولو لپاره اسانتیاوې چمتو کړو چې له وړاندې خپل هېواد ته ایستل شوي دي.»

که څه هم حکومتي چارواکي د خدمتونو ته د لاسرسي محدويت په تړاو د يوناما د مشرې څرګندونو ته په غبرګون کې څه نه وايي، خو په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر د پاکستان لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سترې کمېشنرۍ له استازې سره لیدنه کې ویلي، د پاکستان له لورې افغان کډوالو ته ورکړل شوی فرصت محدود دی او په خبره یې کډوال نه شي کولی په دې کمه موده کې خپل ملکیتونه پرېږدي.

په پاکستان کې د اسلامي امارت سفیر سردار احمد شکېب وايي: « ترڅو افغان مهاجر په خیر او سهولت سره وکولی شي خپل مالونه او شتمنۍ راټول او ځان سره یوسي، خو دا کار په لنډ وخت کې نه شي کېدلی. باید وخت ورته زیات شي، له سپین بولدک او تورخم لارو سربېره د وتلو نورې لارې هم خلاصې شي خلکو ته په هغو لارو د وتلو اجازه ورکړي چې دوی ته نږدي وي.»

د نړیوالو اړیکو کارپوهان وایي، پاکستان او ایران افغان کډوال د سیاسي وسیلې په توګه کاروي او له حکومته غواړي چې ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو ستونزو او ننګونو ته یوه دایمي حلاره پیدا کړي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه سمیر انګار وايي: « لومړی باید د سرپناه، کار او زده کړو زمینه ورته برابره کړي او نړیواله ټولنه هم باید د بشري مرستو او اقتصادي ملاتړ له لارې هغوی سره همکاري وکړي.»

د افغانستان حکومت او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سترې کمېشنرۍ له پاکستان غوښتي چې کډوالو ته ورکړل شوی ضرب الاجل وغځوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist