Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امریکا د لادرکه شوي عرب ژورنالیست په اړه اندیښنه ښودلې

یوناما: افغانستان کې د ناامنۍ کچه ۲۳ سلنه ا و د نښتو ۲۷ سلنه زیاته شوې 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/12/20

په افغانستان کې پر جوماتونو، مذهبي ځایونو، تعلیمي مرکزونو، سفارت خونو او تجارتي مرکزونو وروستیو بریدونو، نړیوال د ترهګریزو فعالیتونو په تړاو اندېښمن کړې دي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ(یوناما)  د روان ۲۰۲۲ زېږدیز کال له اګیست  تر نومبر میاشتې د افغانستان د هر اړخیز وضعیت په تړاو راپور خپور کړی  دی،چې د ډیسمبر  پر۲۰ نیټه به د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې پرې بحثونه وشي.

په راپور کې  ویل شوي، د تیر پرتله افغانستان کې ناامني، وسله والې نښتې، هوایي بریدونه او چادونې زیات شوي،خو د ترور کچه بیا کمه شوې ده.

د راپور یوه برخه ‎:« د روان کال د اګست میاشتې له ۱۷مې نیټې څخه د نومبر تر ۱۳ نیټې ملګرو ملتونو ۱۵۸۷ امنیتي  پيښې ثبت کړي،په داسې حال کې چې تیر کال په دې موده کې ۱۲۹۱ پیښې ثبت شوي،چې ۲۳ سلنه زیاتوالی ښيي. وسله والې نښتې د تیر پرتله ۲۷ سلنه زیاتې شوي  دي،چې له ۹۹ څخه ۱۲۶ ته پورته شو ې دي. هوايي بریدونه ۲۷سلنه او چاودنې بیا ۷سلنه زیاتې شوې دي. وژنې او ترور بیا له ۱۶۰ پيښو څخه ۷۵ ته ښکته شوې دي،چې د تیر په پرتله ۵۳ سلنه کموالی ښيي. ۵۲ سلنه پيښې لویدیځو، سویلي او ختیځو سیمو کې ثبت شوي، په داسې حال کې چې کابل، هرات او کندهار تر ټولو زیات ځپل شوي ولایتونه دي.» 

دغه راز په راپور کې وړاندې ویل شوي،چې  په افغانستان کې د دولت وسله والو مخالفینو فعالیتونو زیات شوي او اوس په نږدې ۱۱ ولایتونو کې ۲۲ وسله والې ډلې فعالیتونه لري او د مقاومت او ازادۍ په نوم جبهې یې دوه بیلګې  یاد کړي دي.

د راپور یوه برخه:« د وسله والو مخالفينو فعاليتونه د تیر پرتله زيات شوي دي. یوناما ۲۲ وسله والې ډلې ثبت کړې دي،چې په ۱۱ ولایتونو کې د فعالیت ادعا کوي. د مقاومت جبهې او د ازادۍ جبهې په بدخشان، بغلان، کاپیسا، ننګرهار، نورستان، تخار، پنجشیر او پروان ولایتونو کې تر دې دمه د بریدونو ادعا کړې ده.» 

په راپور کې وړاندې ویل شوي،چې  د تیر پرتله بیا د داعش وسله والې ډلې فعالیتونه کم شوي دي. په راپور کې راغلي،چې ۲۰۲۱ کال کې داعش ۱۴ ولایتونو کې فعالیتونه درلودل،چې ۱۲۱ بریدونه یې کړي  ول، خو په  ۲۰۲۲ کال کې د دغې ډلې فعالیتونه یوازې ۶ ولایتونو ته محدود شوي او ۳۰ بریدونه یې کړې دي.

د راپور یوه برخه:« په روان کال کې د داعش له خوا منل شوي یا دغې ډلې ته منسوب بریدونه ۳۰ سلنه دي،چې ۶ ولایتونو  کې شوي دي. په داسې حال کې چې ۲۰۲۱ کال کې داعش۱۴ ولایتونو کې ۱۲۱ بریدونه کړي ول. د داعش له خوا منل شویو بریدونو کې د روسیې پر سفارت ځانمرګی برید او د کندز ولایت په سکندر جومات کې چاودنه شامل دي.» 

د پولو پر سره ناندرۍ او جګړې بله هغه موضوع ده،چې یوناما یې خپل راپور کې یې په اړه  اندېښنه ښودلې ده. 

راپور د روان کال د اګسټ میاشتې تر نومبر میاشتې د پولو او ډیورنډ فرضي کرښې پر سر ۱۷ پيښې ثبت کړي، چې ۱۴ یې یوازې له پاکستان سره او پاتې نورې بیا له ایراني ځواکونو سره پرکرښه ترسره شوي.

د  راپور یوه برخه:«د پولو پر سر  تاوتریخوالی لا هم دوام لري. د ۱۷ پېښو  له ډلې یوازې ۱۴ یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ فرضي کرښې پرسر شخړې دي،چې د پاکستاني سرحدي ځواکونو سره د پکتیا په ډنډ پټان او د کندهار په سپین بولدک کې شوي دي. ورته مهال د افغانستان او ایران ترمنځ پوله کې هم نښتې شوې  د ي،چې ډېری یې د نیمروز ولایت د پل ابریشم سیمه کې دي.» 

د یوناما له خوا خپاره شوي راپور کې پر سیاسي، سیمه ییزو همکاریو، بشري حقونو، اقتصادي پرمختګونو او ننګونو، بشري مرستو، له نشه یې توکو سره پر مبارزه هم پراخ بحثونه شوي،خو ډېری ټېنګار په امنیتي برخه شوی دی،چې افغانستان د تیرکال پرتله ناامن بلل شوی دی. 

اسلامي امارت  بیا تر دې دمه دغه راپور ته کوم غبرګون نه دی ښودلی،خو له دې وړاندې یې د هېواد امنیت د تیر په پرتله ښه بللی دی.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026
ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026
ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist