Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یوناما: افغانستان کې د رسنیو کارکوونکي له ګواښ سره مخ دي

یوناما: افغانستان کې د رسنیو کارکوونکي له ګواښ سره مخ دي

shamshadnews by shamshadnews
2025/05/04

رسنۍ چې په ټولنه کې د حکومت او خلکو ترمنځ ارتباطي پل هم بلل کېږي، د ازادۍ اصل يې د خبریالانو خوندیتوب، د رسنیو خپلواکي او د بیان ازادۍ ته د درناوي پر بنسټ په ګوته کېږي.

د دې ورځې په مناسبت په کابل کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ (یوناما) د رسنيو پر وړاندې وضعيت ناسم بولي او ادعا کوي چې دا مهال په افغانستان کې د رسنیو کارکوونکي له ګواښ، نیونې او ښځینه خبریالانې له غیر متناسب چلن سره مخ دي.

يوناما په دې اړه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د افغانستان رسنۍ د اقتصادي کړکېچ له امله د عایداتو له شدید کمښت سره هم مخ دي او له همدې امله یو شمېر رسنۍ تړل شوې دي.

د اعلامیې یوه برخه:« د افغانستان د رسنيو سکټور په دې هېواد کې د اقتصادي کړکېچ له امله د عايد له شديد کمښت سره مخ دی او دا د دې سبب شوی چې يو شمېر رسنۍ وتړل شي. د دې ترڅنګ چې د رسنيو کارکوونکي له ګواښ، نيونې، زنداني کېدو او  ښځينه خبريالانې له غير متناسب چلن سره مخ دي، د سرپرست حکومت له لوري پرې سخت بنديزونه هم لګول شوي دي.»

اعلامیه کې د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا له قوله د ښې حکومتولۍ د یقیني کولو لپاره د رسنیو متنوع سکټور اړین بلل شوی او ادعا شوې چې دا مهال د ياد اصل برعکس په افغانستان د رسنیو د ثابت تخریب شاهدان دي.

د اعلامیې یوه برخه:« د روڼتيا، عامه باور او ښې حکومتولۍ د يقيني کولو لپاره د رسنیو یو متنوع او سالم سکټور اړین دی. خو موږ په افغانستان کې د ازادو او خپلواکو رسنیو ثابت تخریب وینو.»

عامه پوهاوی، فکر جوړونه، ټولنیز بدلونونه او اطلاع رسونه د ازادو رسنيو او مطبوعاتو نور مسوولیتونه دي چې همدوی يې په تحقق کې اغطزناک رول لري.

ازاد خبریالان او د ځينو رسنیو استازي د ارزښتونو، ملي ‌ګټو او د هېواد خپلواکۍ ساتلو لپاره د ازادو مطبوعاتو ملاتړ د حکومتونو مسوولیت ګڼي.

خبریال احمد سمیع احمدي وايي: « که په یوه هېواد کې مطبوعات آزادي وي، هلته به فساد نه وي، په خلکو به ظلم نه کېږي او زورواکي به نه وي. مطبوعات د یوه هېواد لپاره ډېر مهم دي، د خلکو او نظامونو ترمنځ د پله حیثیت لري. مطبوعات د خلکو په فکري رغښت کې ونډه لري او کولۍ شي ټولنې روغ اړخ ته سمه کړي. مطبوعات کولی شي د یوه هېواد پرمختګونه ژر تر خلکو ورسوي او نظام پر پښو ودروي.»

یو بل افغان خبریال وايي: « مطبوعات د یوې ټولنې د خلکو ترمنځ عامه پوهاوي کې ستر رول لري او د مطبوعاتو آزادي دغه مسیر هواروي. که مطبوعات آزادي ونه لري، فلج کېږي او بیا هېڅ کار نه شي کولی. نو اړتیا ده چې اسلامي امارت رسنیو ته لا ډېره آزادي ورکړي، ترڅو هغوی وکولی شي پېښې او واقعات لکه څنګه چې دي، هغسې تر خلکو ورسوي.»

ژورنالېست بشیر هاتف وايي: « حکومتونه باید دا ژمنه ولري چې رسنیو ته د آزاد فعالیت زمینه برابره کړي، خبریالانو ته اطلاعات ورکړي، د پوښتنې حق او د پوښتنې ځوابونه ورکړي. همدارنګه باید دا پروسه په نظر کې ونیسي چې ملت ته په سمه توګه اطلاعات ورسېږي. دا یو درې اړخیز مسوولیت دی؛ په هغه ټولنه کې چې حکومت، خبریال، رسنۍ او ملت خپل مسوولیتونه وپېژني، بې له شکه چې د وینا آزادي او اطلاعاتو ته لاسرسی به په بشپړه توګه تأمین شي؛ خو دغو درې واړو مسایلو ته په کتو، زه فکر کوم په ډېرو هېوادونو کې دا مساله ستونزې لري. یا په ولسونو کې، یا د رسنیو او خبریالانو په فعالیتونو کې یا هم د حاکمانو په سیاستونو څه ستونزې وي. زه هېڅ داسې مثال نه لرم چې په کوم هېواد کې دې ۱۰۰ سلنه د وینا آزادي، اطلاعاتو ته لاسرس او د آزادو رسنیو فعالیت په بشپړه توګه تأمین وي. مشکلات هرځای شته، موږ وینو چې په ډېر سترو هېوادونو کې هم رسنۍ تړل کېږي، خبریالان نیول کېږي او وژل کېږي.»

بل لور ته د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولین وايي، لا هم ډېری رسنۍ له هېواده بهر فعالیت کوي او په لویه کچه د سرپرست حکومت ضد تبلیغات او د افغانستان منفي انځور وړاندې کوي.

دوی زیاتوي، سرپرست حکومت د رسنیو فعالیت او د بیان ازادۍ ته ژمن دی، خو ټينګار کوي چې د رسنیو مالکان باید ملي او اسلامي ازرښتونو خلاف خپرونې او نشرات ونه کړي.

د اطلاعات او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران وايي: « په هېواد کې په ټولیزه توګه که انځوریزې دي دي یا چاپي او غږیزې رسنۍ یا هم آنلاین رسنۍ دي، دا مهال یې شمېر شاوخوا ۴۰۰ ته رسېږي. دومره لوی شمېر رسنۍ خپله له مطبوعاتو د ملاتړ مانا لري. را روان کال په پلان کې لرو چې رسنیو په کیفیت هم کار وکړو. یوازې په تېر کال کې ۱۵ نوي رسنیز آدرسونه نوي ایجاد شوي؛ دا له رسنیو حمایت ښيي نه بندېدل. د هغو څو محدودو رسنیو فعالیتونه هم بېرته خوشې شوي چې وړاندې بند شوي وو. وروستۍ پېښه د راه فردا ټلویزیون دی چې د کارکوونکو د معاشونو نه ورکولو له امله یې فعالیتونه ځنډول شوي.»

د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوال شاخص له مخې چې هر کال د “بې ‌پولې خبریالانو  سازمان”(آر.اېس.اېف) له خوا خپرېږي، ناروې، ډنمارک، سويډن، هالنډ، فنلنډ، ایستونیا، پرتګال، ایرلنډ، سویس او جرمني هغه  هېوادونه دي چې د مطبوعاتو د ازادۍ له پلوه تر نورو غوره ګڼل شوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري
افغانستان

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري

مې 10, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026

وروستي خبرونه

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري

مې 10, 2026
د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist