Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د طبیعي پېښو کمولو نړیواله ورځ؛ یوناما له افغانستانه د نړیوالو ملاتړ غوښتنه کړې

یوناما: افغانستان کې تېرو درېیو میاشتو کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/08

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ د دغه هېواد امنیتي،سیاسي،او اقتصادې وضیعت په تړاو درې میاشتني خپور کړې راپور کې د امنيتي پېښو کچه د پام وړ لوړه ښودل شوې.

دا راپور چې شاوخوا ۱۶ مخونو کې نشر شوی، موږ يې یوازې د افغانستان امنیتي وضیعت په تړاو یوه برخه را اخېستې چې په کې لسګونه  ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې اوښتولو ادعا‌ شوې.

راپور کې ویل شوې، په تېرو درېیو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د وسله والو مخالیفینو په بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۸۰ تنه ملکي وګړو ژوند له لاسه ورکړی او له  ۱۰۰ زیات ټپيان شوې دي.

د راپور یوه برخه:« په دې موده کې ملکي کسانو ته د مرګ ‌ژوبلې اوښتو راپورونه هم ثبت شوې. په تېرو درېیو میاشتو کې په وسله والو بریدونو کې لږ‌ تر ‌لږه ۸۱ کسان چې ۳۷ نارینه، ۸ ښځې، ۱۸ نجونې او ۱۸ تنه هلکان په ‌کې شامل دي وژل شوي او ۱۱۱تنه نور چې ۵۷ نارینه، ۲۴ تنه ښځينه او ۳۰ تنه هلکان په کې شامل دي ټپيان شوې.»

د کورنیو چارو وزارت بیا د یوناما راپور ته په غبرګون کې وايي، اوس مهال په افغانستان کې امنيتې وضعيت د ډاډ وړ دی او هغه وسلوالې ډلې يې ځپلي چې د امنيت ننګولو هڅې يې کړې دي.

بل خوا د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي، افغانستان کې امنیتې وضعیت تر ډېره بریده د امنیتې ځواکونو تر کنترول لاندې دی، خو د سیمې استخباراتي کړۍ يې د ناامنه ښودلو هڅې کوي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي:« ولې له بده مرغه د ملګرو ملتونو ادارې داسې تور لګوي چې په افغانستان کې نا امني، دومره لوړه ښيي چې هغه د مبالغې تر کچې پورې رسوي. زه فکر کوم چې دغه ډول څرګندونې بیا بې ځایه دي. په دې کې شک نه شته دی چې په افغانستان کې ستونزې شته، داعش کله ناکله په افغانستان کې بریدونه کوي، د دغو تروریستي ډلو پرته په افغانستان کې دغسې ناامني شتون نه لري چې موږ ووایو، په یوه یا دوې میاشتو کې په لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.»  

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ د تېر کال په راپور کې د امنيتي پېښو د زياتوالي په تړاو د انديښنې ښودلو ترڅنګ لسګونه کسانو ته د مرګ ژوبلې اوښتلو ادعا کړې وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026
د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist