Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

یوناما: افغانستان کې تاوتریخوالی کم شوی

admin by admin
2019/06/19

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یا یوناما په تازه درې میاشتینۍ راپور کې ویلي، چې د ۲۰۱۹ فبروري میاشتې له نهمې نېټې څخه د مې میاشتې نهمې نېټې افغانستان کې تاوتریخوالی کم شوی دی.

په دغه ۱۶ صفحه يي راپور کې د افغان سولې د روانو مذاکراتو د تېرو او راتلونکو ټاکنو په اړه خبرې شوې دي.

د ملګرو ملتونو دغه راپور ویلي چې امنیتي پیښې راکمې شوي او په عمومي توګه د ملکي تلفاتو کچه هم راټيټه شوې ده.

راپور وايي، افغانستان کې بشري ناورین پخپل حال پاتې دی او اوس هم ډیر جدي دی.

ملګرو ملتونو اندیښنه ښودلې چې په ولایتونو کې اوس هم خلک د جګړې او طبیعي پیښو له خپلو سیمو وتلو او بې ځایه کیدو ته اړ کیږي.

راپور هغو بدلونونو ته هم اشاره کړې چې په دې وروستیو کې په ټاکنو کمیسیون کې رامنځ ته شوي دي او دغو پریکړو ته یې د یوه پرمختګ په سترګه کتلي دي.

افغانستان کې هره ورځ کابو پنځوس تنه وژل کېږي

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، افغانستان کې له ترهګرۍ سره مبارزه کې د ورځې کم تر کمه پنځوس تنه وژل کیږي.

محب دا څرګندونې تیره ورځ د روسیې اوفا ښار کې د روسیې، چین، هند، پاکستان او ایران د ملي امنیت د سلاکارانو په غونډه کې وکړې.

ده وویل چې افغانستان د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لومړۍ کرښه کې دی او له نورو هم غواړي چې له ترهګرۍ سره مبارزې ته لومړیتوب ورکړي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وویل«ترهګر او د مخدرو موادو قاچاقبر د یوې سکې دوه مخونه دي، مخدر مواد د تروریزم د تمویل اصلي سرچینه ګڼل کېږي چې له دې درکه هر کال ملیاردونه ډالر ترلاسه کوي.

له دې کرغېړنې پدیدې سره د مقابلې لپاره منظمو او ګډو هلوځلو ته اړتیا ده.»

ده د هیوادونو د امنیت لپاره له مالي جرمونو سره مبارزه هم ضروري وبلله، ویې ویل چې د پیسو د سپینولو، د ناراجستر حوالې له لارې د غیرقانوني پیسو د راکړې ورکړې، او په سیمه کې د بسپنې په نوم د اقداماتو مخنیوی پکار دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist