Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یوناما: افغانستان لاهم د ماینونو او ناچاوده توکو د اغېزمنو هېوادونو په کتار کې دی

یوناما: افغانستان لاهم د ماینونو او ناچاوده توکو د اغېزمنو هېوادونو په کتار کې دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/30

ماینونه او ناچاوده توکي هغه وژونکې پدیده چې په افغانستان کې د شوروي اتحاد له یرغل او تر هغې وروسته د خپلمنځیو او تېرې ۲۰ کلنې جګړې وروسته لا هم د هېواد په کلیو او بانډو کې د افغانانو ژوند ګواښي.

په کابل کې د  ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) وايي، له لسیزو جګړو راهیسې افغانستان لاهم د ناچاوده توکو او د جګړو د پاتې شونو د اغېزمنتیا له درکه د اغېزمنو هېوادونو په کتار کې دی.

د یوناما په خبره، ناچاوده توکي او په تېره بیا تر ځمکې لاندې ماینونه لاهم د افغانانو او په ځانګړي ډول د ماشومانو ژوند ګواښي.

یوناما زیاته کړې:« له څو لسیزو جګړو وروسته افغانستان لاهم د ماینونو د شتون له درکه د ډېرو اغېزمنو شوو هېوادونو په کتار کې دی. له جګړو د ناچاوده توکو پاتې شوني او تر ځمکې لاندې ماینونه هره ورځ د افغانانو او په تېره بیا د ماشومانو چې د دې توکو اصلي قربانیان دي؛ ژوند ګواښي.»

یوناما که څه هم د ناچاوده توکو له کبله د قربانیانو او ټپیانو کره ارقام نه دي خپاره کړي، خو په افغانستان کې د ماین پاکۍ موسسو ارقام ښيي چې په افغانستان کې لاهم څه باندې ۱ زره ۱۵۰ کېلومتره ځمکه په ناچاوده توکو او ماینونه پوښل شوې.

د اومر ماین پاکۍ موسسې مسوولینو په خبره څه باندې ۳ میلیونه افغانان د ماینونو او ناچاوده توکو د ګواښونو په یو کېلو مترۍ کې دي.

د اومر ماین پاکۍ مسوسې پروګرام منیجر فضل الرحیم رحیمي  وايي:« افغانستان کې اوس هم شاوخوا ۱ زره او۱۵۰ کیلو متره ساحه په ماینو او ناچاوده توکو ملوسه ده. له بده مرغه ۳.۱ میلیونه خلک اوس هم د ماینونو او ناچاوده توکو په یو کیلومترۍ کې ژوند کوي.»

تازه ارقام ښيي په تېر ۲۰۲۳ز کال کې نږدې ۷۰۰ کسانو او سږ  کال بیا تر نومبر میاشتې پورې نږدې ۵۰۰ کسانو ته د ماینونو او ناچاوده توکو له کبله مرګ ژوبله اوښتې.

دوی وايي، په تېرو درېیو وروستیو کلونو کې د ماین پاکۍ موسسې د کافي بودیجې د نشتون له کبله له ګڼو ستونزو سره مخ دي چې نړیوال باید په دې برخه کې همکارۍ وکړي.

د اومر ماین پاکۍ موسسې پروګرام منیجر فضل الرحیم رحیمي وايي:« په تېرو درېیو کلونو کې افغانستان کې د ماین پاکۍ پروګرام له ډېرو ستونزو سره مخ دی. پخوا د ماین پاکۍ لپاره ډېر زیات امکانات وو، خو متاسفانه امنیت نه وو، خو اوس چې په ټول افغانستان کې امنیت شته دی، د ماین پاکۍ موسسې د بودېجې له کمښت سره مخ دي.»

د پوځي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي:« د دغو ماینونو پاکولو لپاره واقعا یوه لویه پانګه په کار ده. نړیوال ملاتړ په کار دی ترڅو د دغو ماینونو پاکولو مبارزه کې ګړندي ګامونه پورته شي.»  

یوناما داسې مهال په افغانستان کې د ماینونو او ناچاوده توکو ل موجودیت خبر ورکوي چې د نړۍوالو ادارو د موندنو له مخې، لاهم د افغانستان شاوخوا ۳۰ سلنه خاوره د ماینونو او ناچاوده توکو له شتونه نه ده پاکه شوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist