Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یوناما د افغانستان سرپرست حکومت د عمومي عفوې پر نقض تورن کړی

یوناما اسلامي امارت د ښځو حقونو پر نقض تورن کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/23

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ (یوناما) یو راپور خپور کړی چې  په افغاستان کې د ۲۰۲۳ کال وروستيو درېيو مياشتو بشري حقونو وضعیت په کې ارزول شوی او لسګونه پېښې په کې مستندې شوي.

راپور د امنیت شورا له خوا یوناما ته له ورکړل شوي ماموریت سره سم، د دې ادارې د بشري حقونو د څانګې له خوا د ترسره شوي نظارت پر بنسټ ولاړ بللی دی.

په دغه راپور کې چې سرپرست حکومت په کې د ښځو او نجونو حقونو پر نقض، خپلسرو توقیفونو، د حجاب فرمان په تطبیق او دغه راز د بشري حقونو د فعالانو پر نیولو تورن شوی

راپور کې پر حکومتي مسوولینو نیوکه شوې، چې په عامه ځایونو کې د بدني سزاګانو تطبیق يې جاري ساتلی او هغه کسان نيول شوي، چې د يادو پېښو شاهدان وو او مستند کړې يې وې.

د یوناما راپور یوه برخه:« یوناما موندلې، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسیت پر بنسټ د شکایتونو په اړه، څرګند د تطبیق وړ حقوقي چوکاټ نشته، په ګډون د برحاله قضایي ادارې چې د عدلي تسلسل په اوږدو کې د دغه ډول شکایتونو په اړه د هر عمل مسؤوله ده. د راپورونو له مخې زیاتره قربانیانو له برحاله چارواکو د وېرې له امله د شخړو د حل دودیزو میکانیزمونو له لارې د حل پلټلو ته ترجیح ورکړې.»

 د اسلامي امارت ویاند ذبیح مجاهد بیا د یوناما راپور په غبرګون کې وايي:« د یوناما له لوري خپور شوی راپور تر ډېره په ناسم پوهاوي ولاړ دی. یوناما یو راپور خپور کړی چې په تېرو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې یې بشري وضعیت ارزولی دی. په دې راپور کې ډېر تمرکز د اسلامي شریعت تطبیق پر مواردو شوی دی چې له شرعي احکامو د یوناما پر ناخبرۍ او ان په ځېنو مواردو کې پر اسلامي احکامو باندې د نیوکو بڼه لري. د افغانستان اسلامي امارت د خپل ولس پر ملاتړ د اسلامي شریعت د احکامو تطبیق لپاره خورا سترې قربانۍ ورکړي دي، اوس یې چې حاکمیت په لاس کې دی باید د اسلامي شریعت ټول موارد که هغه نارینه وو پورې اړه ولري او که ښځینه وو، بشپړ تطبیق کړي.»

یاد راپور کې دغه راز ادعا شوې، چې واک ته د اسلامي امارت بیا رسیدو پرمهال د عمومي بښنې له اعلان سره سره د مخکېني حکومت يو شمېر سرتیري او چارواکي نیول شوي او دغه راز رسنيز فعاليتونو محدود کړي، چې په دې توګه يې د بيا ازادۍ نقض یې جاري ساتلی دی.

د یوناما راپور یوه برخه:« برحاله چارواکو، عامو خلکو ته د مالوماتو د لټون، ترلاسه کولو او د لېږد فرصت په محدودولو سره د بیان ازادۍ حق نقضول جاري ساتلي دي.»

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي،  په دې راپور کې ډېر تمرکز د اسلامي شرعیت د تطبیق په مواردو شوی، چې له شرعي احکامو د یوناما په ناخبرۍ او ان په ځينو مواردو کې په اسلامي احکامو باندې د نیوکو بڼه لري.

هغه زیاتوي:« د ښځو حجاب، له ښځو د شرعي محرم اړتیا، د ښځو د کار او زده کړو لپاره د شرعي چاپېریال، همدا ډول د  محاکمو له خوا په شرعي بڼه د شرعي سزاګانو تطبیق په ټولنه کې د فکري او عقیدوي انحراف مخنیوی دا ټول د یوه متحد اسلامي حکومت شرعي وجیبه  او دنده ده.»

د اسلامي امارت ویاند په غږیز پيغام کې ویلي، دا چې یوناما په ښکاره اسلامي احکام د بشرحقوقو خلاف عمل بولي، دا پخپله د یوه ولس باورونو او معتقداتو ته سپکاوی دی او په خبره یې اسلامي امارت یوناما ته توصیه کوي، چې په ناخبرۍ سره د افغانستان خلکو په دیني او ارزښتیزو موضوعاتو باندې بې ځایه نیوکې ونه کړي.

شریک یې کړی

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist